هند: هوايي ځواک به په فرانسوۍ رافېل جنګي جېټ الوتکو سمبال کړو

واشنګټن: د رویټرز خبري رسنۍ د یو راپور له مخې، د هندوستان د هوايي ځواک مشر بېس دانوا د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې ددغه هېواد هوايي ځواک به په سپټمبر کې په فرانسوۍ جنګي جېټ الوتکو باندې سمبال شي.

د هند او پاکستان ترمنځ په تازه جګړه کې د نیول شوی هندي پایلټ ابي نندن ورتمن له خوشې کېدو او بېرته خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته، دا لومړنۍ څرګندونې دي چې د هندي پوځي چارواکو لخوا کېږي.

د راپور له مخې، هند دا جنګي جېټ الوتکې ددې لپاره ترلاسه کوي تر څو خپلې دفاعي او یرغلیزې وړتیاوې زیاتې کړي.

راپور زیاتوي، هند له پاکستان سره د وروستي اخ او ډب وروسته د ۳۶ رافېل ډوله فرانسوۍ الوتکو د اخېستلو امر کړی.

ولې رافېل ډوله جنګي جېټ الوتکې:

د رافېل ډوله الوتکو له ترلاسه کولو سره به د هندوستان د هوايي ځواک وړتیاوې زیاتې شي، ځکه دا الوتکې دوه انجنه لري او ډول ډول وسلې له ځان سره لېږدولی شي.

له دغو الوتکو څخه نه یواځې هوايي وړتیاوې زیاتېږي بلکه په اټومي ماموریتونو کې هم کارول کېدای شي.

ددغو الوتکو لېدل هم ستونزمن وي او په درې ډوله کې جوړېږي او د خپلو ځانګړو وزرو له امله په هوا کې ډول ډول مانورونه ترسره کولای شي.

رافېل الوتکې د خپلو دوو انجونو پر زور په یو ساعت کې ۱۹۱۲ کیلومټره واټن وهي او په یو ساعت کې تر ۱۳۹۰ کیلومټرو پورې پورته ته الوتلی شي.