امريکا وايي، پاکستان دې د ترهګرو پرضد عمليات دوامداره وساتي

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي تل يې د پاکستان نه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا قراردادونه ومني د ترهګرو ځالې ختمې کړي او د مالي سرچينو لارې دې يې وتړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګر ګرځول شوؤ ډلو پرضد عملياتو په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند رابرټ پلاډينو ويلي،

"امریکا په پاکستان ټينګار کوي چې د ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي چې بيا ترهګرو بريدونه ونه شي او چې سيمه ييزې ثبات ته ترې وده ترلاسه شي".

په پاکستان کې د تازه پورته کړی شوؤ ګامونو په اړوند پلاډينو ويلي، دوي د پاکستان څخه د ترهګرو د ختمولو او مالي سرچينو تړلو په اړوند د ملګرو ملتونو د قراردادونو د منلو غوښتنه کوي.

د جېش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي ويلي د مسعود اظهر او جېش محمد په اړوند د امریکا د خيالاتو ټولو خلکو ته مالومه ده.

هغه ويلي "جېش محمد ملګرو ملتونو ترهګره ګرځولې ډله ده او دا د څو ترهګرو بريدونو زمه واره ده او د سيمې د امنيت دپاره خطره ده" او مسعود اظهر د جېش محمد مشر دی.

د هغه نه دا پوښتنه هم شوې چې امریکا، فرانس او برتانيه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته يو بل قرارداد وړاندې کوي چې مسعود اظهر ترهګر وګرځوي.

هغه ويلي د ملګرو ملتونو د بندېزونو د کمېټۍ او د دې معاملې خبره د راز ده او په دې به رای ورکول سم نه وي.

پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت ويلي ؤ په هېواد کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد عملیاتو کې د دغو ډلو ۱۲۱ غړي په حفاظتي ولقه کې اخيستل شوي دي.

ويل شوي په دغو عملياتو کې په پېښور، کوټه، اسلام اباد، کراچۍ او د پنجاب په بېلابیلو برخو کې د تندروه ډلو ۱۸۲ مدرسې، ۳۴ کالجونه او سکولونه او د پينځه هسپتالونو په ګډون يې ۱۶۳ ډسپنسريانې، ۱۸۴ اېمبولنسونه او اته دفترونه يې په دولتي ولقه کې اخيستې دي.