د سوریې په باغوز کې د داعش په وړاندې وروستي پوځي عملیات روان دي

واشنګټن: د سوریې په باغوز کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونو د داعش د خلافت په وروستي مورچل باندې د تېرې شپې د بریدونو په ترڅ کې د ټوپک د ګولیو او د درنو وسلو د ډزو له امله بره اسمان سپین پړک وهل.

د تېرې شپې بریدونه او بمبارۍ په دې هیله ترسره کېدې چې ددغې ترهګرې ډلې وروستی مقاومت هم مات شي.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ویاند کېنو ګبریل وویل:

"مونږ هیله لرو چې په نږدې وختونو کې به پوځي عملیات پای ته ورسېږي او په داعش ترهګرو باندې د زیات فشار راوړلو څخه مننه کوو."

تر دې مهاله د داعش جنګیالیو له ځان وژونکو بریدونو، ځمکنیو ماینونو، او راکټونو څخه د امریکا پلوو ځواکونو پرضد کار اخیستی خو داسې ښکاري چې په بمباریو کې په ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټوېټر باندې لیکلي دي چې تر اوسه پورې د داعش د قوماندې په مرکزونو او د وسلو په زېرمو باندې ۲۰ هوايي بریدونه شوي چې لږ تر لږه د داعش ۳۸ وسلوال په کې وژل شوي دي.

دوی دا هم وايي د جګړې له وړاندې تګ سره ګڼ نور داعشیانو او ملکي وګړو دوی ته پناه وړې ده.

په ورته وخت کې داعش ډلې هم له باغوز څخه یو نوې وېډیو خپره کړې ده چې پکې ابو عبدالعظیم په نامه د داعش یو جنګیالی ددغې ډلې له ملاتړو څخه غواړي چې باور دې له لاسه نه ورکوي.

"که د الله رضا وي نو سبا ته به مونږ په جنت کې یو او دوی به په دوزخ کې سوځول کېږي."

په هر صورت د اوس لپاره داسې ښکاري چې د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو له لاسه د داعش خوبونه او هیلې خاورې او ایرې شوې دي.