هلمند:دبزګر د ورځې مراسمو کې غبرګې چاودنې شوي،والي ژوبل

دافغانستان دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بزګر د ورځې په مراسمو کې دوه غبرګې چاودنې اؤ ډزې شوي چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

ناتائیده راپورونه وایي په دغو چاودنو کې چې د شبنې په سحر دحامد کرزي سټیډیم کې شوي، دهلمند والي یاسین خان اؤ ګڼ شمیر نور ولایتي چارواکي هم ژوبل شوي خو په سمدستې توګه لا نور جذئیات مخې ته نه دي راغلي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې وویل چې په ورزشي لوبغالي کې دشویو چاودنو له امله ۳۱ تنه ټپیان شوي درې تنه مړه شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاء الله افغان دچاودنو پخلی کړی ډیوه ته یې ویلي چې د چاودنې وروسته والي په زمکه پروت ؤ اؤ هغه پخپله له زمکې پورته کړی.

هغه وویل "دسحر په لسو بحو لوبغالي کې یوه چاودنه دخرما په ګلدانۍ کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوه ،پینځه دقیقې وروسته بله چاودنه هم وشوه ،سیمې ته امنیتي ځواکونه راورسیدل او سیمه یې کلابنده کړه"

نړیوالې خبري شبکې رویټرز هم دعیني شاهدانو اؤ چارواکو له خولې لیکلي چې په چاودنه کې د هملمند والي ژوبل شوی.

دحامد کرزي سټیدیم د هلمند و والي ددفتر ترڅنګ موقعیت لري اؤ سرچینې وایي دغلته د ننیو مراسمو په اړوند کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي وؤ خو بیا هم د ګڼو خلکو په مینځ کې چاودنې شوي دي.

سرچینې وایي دچاودنو سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړي.

تر دې دمه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

تر دې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې هم دوه بمي چاودنې شوې وې چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ ۲۷ نور ژوبل شوي وؤ.

په افغانستان کې دبمي چاودنو دا تازه لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې امریکا اؤ طالبان دسولې په خبرو بوخت دي اؤ دواړه لوري وایي چې دقطر په خبرو کې یې دسولې په اړوند یو شمیر پرمختګونه کړي