د پاکستان تحریک انصاف د حکومت په مرکزي کابينه کې يو بل لانجمن پخوانی پوځي افسر (ر) بريګيډيئراعجاز شاه شامل کړی شوی او له دې وړاندې هم د پخواني پوځي امر د وخت ډېری وزيران د عمران خان په کابينه کې شامل کړی شوي دي.
د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري په ټویټر د نوي وزير بریګيډيئر (ر) اعجاز شاه په کابينه د مرکزي وزیر جوړېدو پخلی کړی چې هغه به د پارلیماني چارو مرکزي وزير وي.
وزیر اعظم پاکستان کے مشورے پر صدر مملکت نے بریگیڈئر ریٹائرڈ اعجازُ شاہ کو وفاقی وزیر بنانے کی منظوری دی ہے، اعجاز شاہ پارلیمانی امور کے وفاقی وزیر کی حیثیت سے ذمہ داریاں انجام دیں گے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) March 29, 2019
خو پاکستان پيپلز ګوند د پي ټي ايي په حکومت نیوکې کړي چې د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف نزدې تن يې په کابينه کې شامل کړو.
د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېکتر نفيسه شاه ويلي پخوانۍ وژل شوې وزيراعظمې بېنظير بټو په خپل ايمېل کې د اعجاز شاه نوم اخيستی او ويلي يې ؤ که هغه ووژل شوه نو د اعجاز شاه څخه دې پوښتنې وکړی شي.
پيپلز ګوند په اعجاز شاه دا تورونه هم لګولي چې هغه د مشرف په وخت کې سياسي جوړ جاړي کول.
ژورنالسټ او څيړونکي مرتضی سولنګي په ټويټر ويلي،"د بريګيډيئر (ر) اعجاز شاه نوم د بېنظير بټو د وژنې په پېښه کې اخيستل کيږي. او دا هغه تن دی چې د ژورنالسټ ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د (القاعده) عمرشېخ يې د ځان سره ساتلی ؤ او اوس په مرکزي کابينه کې شامل کړی شو. د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره ښخه کړی شوه".
د وال سټريټ جنرال ژورنالسټ ډينيل پرل په کال ۲۰۰۲م کې په کراچۍ تښتول شوی او وژل شوی ؤ، خالدعمر شېخ د هغه نه د سرغوڅولو زمه واري منلي وو.
اعجاز شاه د پخواني پوځي آمر پروېز د مارشل لا لګولو په وخت په پنجاب صوبه کې د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر ؤ بيا د انټيلجينس بيور مشر کړی شوی او د مشرف نزدې تن ؤ.
هغه د کال ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې د پنجاب د نانکانه سيمې څخه د تحریک انصاف ګوند په ټکټ د قامي اسمبلۍ انتخابات ګټلي وو.
د عمران خان په کابينه کې له دې وړاندې هم د پروېز مشرف د کابينې ګڼ کسان وزیران جوړ کړی شوي دي چې پکې د قانون وزير فروغ نسيم، شېخ رشيد، زبېده جلال، فواد چودري، مخدوم خسرو بختیار، ډاکټر عشرت حسېن، عبدالرزاق داؤ او د اېم کيو اېم خالد مقبول صديقي شامل دي.
يوه میاشت وړاندې پروېز مشرف په خپله ويلي ؤ د عمران خان په کابينه کې نيم کسان د هغه خپل خلک دي.