سېنټ کمېټۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې منو او په پوره کولو کې یې مرسته کوو

واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خپلو ملګرو سره یو ځای د پاکستان د سېنټ د ځانګړې کمېټۍ په غونډه کې ګډون کړی او خپلې ټولې غوښتنې یې ورته وړاندې کړې دي چې د کمېټۍ مشر او غړو یې ټولې غوښتنې سمې بللې او د دوی د غوښتنو د پوره کولو باور یې ورکړی.

غونډې ته په وینا کې منظور پښتین خپلې غوښتنې تکرار کړې دي او ویلي یې دي چې د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې سزا شي، د جبري ورکو خلکو ستونځه دې حل شي، له قبایلي سیمو دې ماینونه پاک شي او په قبایلي سیمو کې د غیرعدالتي وژنو لپاره دې د حقایقو د پلټنې یو کمېشن جوړ شي.

د سېنټ د کمېټۍ غونډه د سه شنبې- نهې په ورځ په اسلام اباد کې د کمېټۍ د مشر بېرسټر محمد علي سیف په مشرۍ کې شوې، چې د کمېټۍ د غړو تر څنګ منظور پښتین، د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، خان زمان کاکړ او د دې تحریک نورو غړو پکې ګډون کړی دی.

سنېټر مشاهد حسېن د پي ټي ایم د مشرانو هرکلی کوي.

خان زمان کاکړ پر ټویټر لیکلي چې په دې غونډه کې یې سنېټرانو ته نه یواځې د پخوانۍ فاټا بلکې د ټول پاکستان د پښتنو اندېښنې وړاندې کړې دي:

"موږ د سېنټ ځانګړې کمېټۍ ته زموږ مهم ټکي بیان کړل. موږ محترمو سنېټرانو ته وویل چې موږ پښتانه نور زموږ پر خاوره د ریاست د جنګي تجارت پالیسي نه منو".

په غونډه کې شریک د مسلم لیګ نواز ګوند سنېټر مشاهد حسېن سید پر ټویټر د پي ټي ایم له مشرانو سره ناسته تاریخي بللې او ویلي یې دي چې منظور پښتین او محسن داوړ د سېنټ غړو ته په تفصیل خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې وایي د سېنټ غړو یې نه یواځې تایید وکړ، بلکې په پوره کولو کې یې د ملاتړ ډاډ هم ورکړ. مشاهد حسېن لیکلي:

"د درو ګنټو په اوږدو خبرو کې مو د هغه څه په اړه له توقع سره سم ځوابونه تر لاسه کړل چې د پي ټي ایم مشرانو یې په اړه خبرې وکړې، خپلې ګیلې او ورسره شوې ناوړې یې بیان کړې او د اوږدې مودې د ستونځو ختمولو په اړه د کلکې پالیسۍ غوښتنه یې وکړه".

تر غونډې وروسته د پي ټي ایم او سېنټ د کمېټۍ د غړو ګډ انځور.

د سېنټ د کمېټۍ مشر بېرسټر محمد علي سیف د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته باور ورکړی چې د دوی د غوښتنو په بنیاد به د سېنټ غونډې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي او د حل لارې په لټولو کې به ورسره مرسته کوي. ښاغلي سیف غونډې ته ویلي:

"د پښتنو په کلچر کې جرګه یو داسې روایت دی چې ستونځې پکې په خبرو حل کېږي او دا کمېټۍ د آیین او قانون تر منځ د پله کار کوي، موږ به د پي ټي ایم د اندېښنو د لرې کولو بشپړه هڅه کوو، خو په دې برخه کې به په سلا مشورو پر مخ ځو".

پښتون ژغورنې غورځنګ د 2018م کال له فرورۍ میاشتې د پاکستان د مرکز اسلام اباد په ګډون د هېواد په لسګونو لویو او وړو ښارونو کې د خپلو غوښتنو لپاره لویې احتجاجي جلسې او لاریونونه کړي، خو وایي تر اوسه یې نه یواځې غوښتنې نه دي منل شوې بلکې ریاستي ادارو یې نور ملګري هم نیولي او بندیان کړي یې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ هم په وار وار د دې تحریک غوښتنې سمې بللې دي، خو د پاکستان پوځ ورباندې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو له خوا د ملاتړ تورونه هم لګولي، چې د پي ټي ایم مشرانو په کلکه رد کړي دي.