داعش په شام کې ۳۵ پوځي سرتيري وژلي

داعش په منځني شام کې په دوه ورځو کې د شام په پوځ او د دوي په اتحادي وسله والو بریدونه کړي او ۳۵ سرتيري يې وژلي دي.

رویټرز په سیمه کې د جګړې د څار د ادارې لخوا دغه خبر د خالي، شنبې په سهار خپور کړی دی.

که څه هم داعش د امریکايي ملاتړو ځواکونو په عملياتو کې تېره مياشت خپله هغه وروستۍ ساحه د لاسه ورکړې کومه چې په شام کې د عراق پولې ته څېرمه پرته ده.

خو په منځنو سيمو کې په لرو پرتو علاقو کې يې تندلاري اوس هم جنګيږي.

برتانيه کې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي د باغوذ د لاسه ورکولو وروسته دا د داعش تر ټولو غټ عمليات دي.

ويل شوي په بريدونو کې تر ټولو سخت برید د پالميرا په شمال کې القوم علاقه کې شوی او هلته ۱۵ پوځيان او اتحاديان يې وژل شوي دي.

داعش په خپل پېغام کې د شام د ۲۰ سرتېرو د وژلو او څو نورو د ژوبلېدو ادعا کړې ده چې د پالميرا او ديز الزور په مينځنۍ علاقه السخن کې يې عملیات او نښته شوې ده.

د شام دولتي رسنيو په دغه اړوند کوم خبر نه دی ورکړی.