دپاکستان په وزیراعظم عمران خان پسې په ټولنیزو رسنیو دهغه په هاغه بیان سختې پچموزې اؤ نیوکې روانې دي چې ویلي یې وؤ د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته جاپان اؤ جرمني پخپله پوله ګډ تجارت کړی ؤ.
ایران ته دخپل سفر په مهال د دوشنبې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان دېوې ډلې سره لیدنه کې ویلي وؤچې د دوهمې نړېوالې جګړې په مهال په لکونو عام وګړي وژل شوي وؤ خو ددغې جګړې وروسته جرمني اؤ جاپان پرېکړه وکړه چې هغوئ به په پوله ګډ تجارتي صنعت لګوي.
جرمني د یورپ په براعظم اؤ جاپان دایشیاء دبراعظم په ختیز کې پروت دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ شاوخوا نهه زره اؤ۷۱ کلو میټره واټن دی خو دپاکستان وزیراعظم د دواړو هیوادونو پوله شریکه یاده کړې وه.
دعمران خان ددغه څرګندونو وروسته دپاکستان پیپلز ګوندمشر بلاول بوټو زرداري په ټوئټر په عمران خان سختې نیوکې کړي اؤ لیکلي یې دي څومره دافسوس خبره ده چې زمونږ وزیراعظم دا ګڼي چې ګنې دجرمني اؤجاپان پولې یو بل سره لګیدلي دي
😳 our Prime Minister thinks that Germany & Japan share a border. How embarrassing, this is what happenes when you @UniofOxford let people in just because they can play cricket. https://t.co/XJoycRsLG9
— BilawalBhuttoZardari (@BBhuttoZardari) April 23, 2019
هغه په طنزیه انداز لیکلي “هرکله چې اکسفورډ پوهنتون یوازې د کرکټ په اساس داخلې ورکوي نو بیا خو به هم داسې کیږي”
مدني فعالې ګل بخاري هم په ټوئټر دعمران خان په بیان پسې خندنی کړی اؤ لیکلي یې دي” کوم دوه هیواده چې په دوهمه نړېواله جګړه کې ائتلافیان وؤ اؤ د یو بل څخه په زرګونو کلو میټره اؤ اووه سمندره لرې پراته وؤ ،یعنې جرمني اؤ جاپان دهغې په هکله عمران خان وایي چې له دې جګړې وروسته یې خپلو کې دنه جنګیدلو په خاطر په پوله ګډ صنعت ولګولو”
جو دو ملک دوسری جنگ عظیم میں اتحادی تھے، اور ایک دوسترے سے ہزاروں کلومیٹر اور سات سمندر دور تھے،یعنی جرمنی اور جاپان، اُن کے بارے عمران خان کہتا اس جنگ کے بعد آپس میں نہ لڑنے کے لئیے انہوں نے آپس کی سرحد پر مشترکہ انڈسٹری لگائیبہت ہو گیا باجوہ صاحب،ہم کہیں منہ دکھانے لائق نہ رہے
— Gul Bukhari (@GulBukhari) April 22, 2019
ګل بخاري په اشاره کې داسې تاثر ورکړی چې ګنې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پوځ واک ته رسولی اؤ دپوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مخاطب کولو یې لیکلي “ډيره وشوه باجوه صیب ،مونږ نور چا سره دسترګو لګولو جوګه پاتې نه شو”
خو د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون افتخار دراني ددغو نیوکو په ځواب کې رسنیو ته ویلي چې وزیراعظم عمران هیڅکله دا نه دي ویلي چې جرمني اؤ جاپان ګډه پوله لري بلکې هغه ویلي وؤ چې جرمني اؤ جاپان پخپلو پولو صنعتونه لګولي وؤ
خو دپاکستان یو وتلي خبریال طلعت حسین بیا په ټوئټر دعمران خان دبیان هغه ویډیو خپره کړې ده چې هغه پکې وایي جرمني اؤ جاپان پخپله پوله صعنت ولګولو
طلعت حسین لیکلي “جاپان جزیزه نما هیواد دی چې په براعظم ایشاء کې پروت دی اؤ جرمني د منځنۍ اروپا هیواد دی، په دوهمه نړیواله جګړه کې دا دواړه هیوادونه ائتلافیان وؤ خو خو وزیراعظم یې نور څه ګڼي”