بونېر کې د پوليو په ټیم بريد کې ساتونکی پوليس وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په بونېر ضلع کې د پولیو پرضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې ډزې شوي او ساتونکی پوليس يې وژل شوی دی.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې پرله پسې په دوېمه ورځ د پولیو ټيم ساتونکی پولیس ووژل شو، پرون د نهې، سه شنبې په ورځ په بنو کې د پوليو ټيم ساتونکی پوليس وژل شوی ؤ.

په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او نور پاکستان کې د پوليو پرضد څاڅکو ورکولو د کمپاين نن درېمه ورځ ده.

د بونېر د پولیس مشر (ډي پي او) ارشاد خان وايي د پولیو ټیم د ساتونکي پوليس د وژنې پېښه د تور ورسک تاڼې په جنګدره علاقه کې رامنځته شوې ده او پوليس دوه ډزه لګېدلی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او پوځ هم په عملیاتو کې برخه اخلي.

هغه زیاته کړه د پېښې نور جزيات به وروسته شريک کړی شي. خو په سیمه کې د پولیو کمپاين روان ساتل شوی دی.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، خو پرون په بنو کې د وژل شوي پوليس د وژنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان حزب الاحرار نومې ډلې منلې وه.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو په ټیمونو بريدونو په داسې حال کې شوي چې د کمپاين په وړومبۍ ورځ د پېښور په ماشوخېلو کې ويل شوي ؤ د پوليو څاڅکي په ماشومانو سم نه دي راغلي او په سوونو ماشومان روغتونونو ته بوتلل شوي وو.

خو وروسته ويل شوي ماشومان د پولیو د څاڅکو څخه نه ؤ ناروغه شوي او ماشومان بيا د روغتونونو نه کورونو ته لېږل شوي او چارواکو ويلي ؤ د پوليو پرضد بې ځايه پروپېګنډا شوې وه.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام دپاره د وزيراعظم مرستيال بابر بن عطا ويلي ؤ پروپېګنډا کوونکی او د هغه سره نور کسان چې روغتون یې سوځولی نيول شوي دي.

د ماشوخېلو د پېښې وروسته راپورونه وايي په ځینو علاقو کې خلکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی خو چارواکو په خلکو غږ کړی د پوليو په څاڅکو کې هيڅ ناکاره شی نشته او خپل ماشومان دې د دغه رنځ څخه وژغوري.

پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو اته پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، شمالي وزيرستان ، کراچۍ او لاهور کې رپوټ شوي دي.

تازه دوه پېښې پرون په بنو او شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلي دي.