د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد سبا د ګل، دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د اسلام اباد سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فېصل ويلي د خليلزاد د سفر په اړوند په ټویټر ویلي، د نوموړي سره به د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا استازې اېلس ويلز هم په سفر کې مل وي.
فېصل ويلي دغه سفر د افغان سولې د بهير، دوه اړخيزه اړيکو او معمول د مشورو د لړۍ برخه ده.
US Special Rep for Afgan Reconciliation Amb Khalilzad and Principle Deputy Assistant Secretary of State, South and Central Asia, Amb Wells arrive in Islamabad, Monday to hold meetings - part of regular consultations, on bilateral relationship & Afghan peace process.
— Dr Mohammad Faisal (@DrMFaisal) April 28, 2019
خليلزاد په داسې حال کې د اسلام اباد سفر کوي چې نوموړي پرون د افغان ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې ليدلي او په دغه ليدنه کې د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو ټینګار شوی دی.
ارګ ویلي په دغه ناسته کې په راتلونکي کې د افغان طالبانو سره د افغان حکومت په مشرۍ د نېغ په نېغه ملاقات غږ هم شوی دی.
خليلزاد دوه ورځې وړاندې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان ستاينه کړې وه چې هغه په افغانستان کې د تشدد د کمولو خواست کړی او دغه پاليسي چې د شخړې ختمولو دپاره ده او نور قومونه هم په دغه لړ کې مثبت رول ترسره کولی شي، د پاکستان پکې د سر رول دی.
Greatly appreciate @ImranKhanPTI’s statement yesterday on #Afghanistan. His appeal for reduction of violence and policy against promoting internal conflict in other nations has potential to positively transform the region and give #Pakistan a leading role. https://t.co/VATrqWhTg2
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 26, 2019
د زیارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم د دفتر نه په جاري شوي بيان کې ویل شوي وو عمران خان وايي پاکستان د افغانستان د امن په ګډون د بېن الافغاني خبرو ملاتړ کوي ځکه چې دوي د خپل ملک د راتلونکې فېصله په خپله وکړي.
هغه په افغانستان کې د ټولو فريقېنو لخوا د تشدد په عملياتو سېوا کېدو د افسوس څرګندونه کړې او هغه بريدونه يې د غندنې وړ ګرځولي کوم چې د سولې هڅې کمزورې کوي.
عمران خان په دې وروستيو کې د درې قبايلي ضلعو سفرونه کړي وو د باجوړ او خېبر په سفرونو کې يې په افغانستان کې د راتلونکو حکومتونو په اړوند څرګندونې کړې خو نزدې لس وړاندې يې په اورکزو کې ويلي ؤ نور د افغانستان حکومت ته کوم وړانديز نه کوي.
افغان دولت د عمران خان د بيان غندنه کړې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.