د پاکستان حکومت د سټېټ بېنک ګورنر او د اېف بي آر چيرمېن د خپلو څوکيو نه لري کړل

پاکستان د اقتصادي کړکېچ نه د وتلو په خاطر د جمې په ورځ د مرکزي بېنک ګورنر او د محصولاتو د محکمې چېرمېن د خپلو څوکيو نه لر کړي دي.

د راېټرز خبري ادارې رپورټ د پاکستان د خزانې له وزارت له خلې واېې حکومت د سټېټ بېنک ګورنرطارق باجوه او د اېف بي آر چېرمېن جهانزېب خان ته د خپلو خپلو څوکيو پرېښودلو امرکړی، د دې خبر تصديق د وزيراعظم عمران خان د دفتر نه هم شوی دی.

د پاکستان د سټېټ بېنک وياند عابد قمر راېټرز خبري ادارې ته ويلي د سټېټ بېنک ګورنر له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې او دا لا معلومه نه ده چې د هغه په ځاېې به څوک کښېني.

د سټېټ بېنک ګورنر او د محصولاتو د ادارې اېف بي آر چېرمېن په داسې حال له خپلو څوکيو نه لر کړل شوي چې څو اونۍ وړاندې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ته هم ويل شوي وو چې خپله څوکۍ پرېږدي نوموړي ته هغه وخت د خپلې څوکۍ د پرېښودلو ويل شوي وو کله چې هغه د نړيوال مالياتي فنډ يآ آيي ايم اېف سره د پور اخستلو په سر په خبرو اترو کې بوخت وو،

د خزانې د وزير اسد عمر وروسته د سټېټ بېنک ګورنر طارق باجوه هم د آېې ايم اېف سره د خبرو اترو مهم چارواکی وو، نوموړی په کال ۲۰۱۷م کې د سټېټ بېنک ګورنر ټاکل شوی وو او ويلي کېږي چې د خزانې د پخواني وزير اسحاق ډار سره يې ډېرې نزدې اړيکي دي،چا چې دې په دغه څوکۍ ټاکلی وو. او چا چې په پاکستان کې د روپۍ د مضبوطولو پاليسي مخ په وړاندې بوتله چې اقتصادي ماهران يې د پاکستان د وسني اقتصادي کړکېچ ترټولو لوي علت ګڼي.


څيړونکي وايې د حکومت د دې ګام نه داسې بريښې حکومت هڅې کوي چې په ملک کې د ګرانۍ او غورځيدونکي اقتصاد د مخ نيوي لپاره د خزاني د محکمې زاړه چارواکي بدل کړي.

ايي ايم اېف په پاکستان فشار اچوي چې د خپلې کرنسۍ د قدر په اړه دې نرمه پاليسي اختيار کړي چې داسې به وخت په وخت د روپۍ قدر ختل او پرېوتل قابو شي.

د عمران خان حکومت په هېواد کې د کم ټېکس په راغونډېدلو مايوسه دی چې ورسره د نوموړي د غريب اولس لپاره د خېر ښېګړې وعدې هم په خطر کې پريوتې دي.

د پاکستان مرکزي بېنک د مارچ په مياشت کې د اقتصادي ودې کچه د ۳.۵٪ نه تر ۴ فيصده ښودلې وه، چې د حکومت د هدف ۶.۲ ٪ نه ډېره ټيټه ده، ولې آيي ايم اېف د دغې شرحې په کال ۲۰۱۹م کې ۲.۹ فيصده او په راتلونکي کال کې ۲.۸ فيصدي اټکل کړی د ی.

په پاکستان کې د ګرانۍ شرح هم د کال ۲۰۱۳م رهسې تر ټولو اوچتې کچې ۹.۴۱ ته ختلې چې په روانه مياشت کې ۸.۸۲ ته بيا ټيټه شوې ده.