وزیرستاني کډوال:دضرب عضب دبمباریو نه خوست ته راغلو اوس دپاکستاني پوځیانو له بریدونو چرته پناه یوسو؟

ډیورنډکرښې ته څیرمه دافغانستان دسویلي خوست ولایت سپرې ولسوالۍ کې میشت وزیرستاني کډوال یو ځل بیا دپاکستاني ځواکونو له لوري دهوايي اوځمکنیو بریدونو له ویرې خوندي سیمو ته پناه وړي.

د ډیورند صفري کرښې ته نږدې وزیرستاني کدوال وايي دمۍ په لومړی نیټه دپاکستان لخوا داستوګنو په سیمو ترسره شوي هوايي او ځمکني بریدونوکې ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه رسیدلي دي.

کډوال مرعالم وائس اف امریکه ډيوه ته وویل ،دبریدونو دبیا ځل ترسره کیدو ویره شته او اړ دي چې دخپلو کورونو پاتې سامان او هغه کسان چې دکورنو دساتنې په هدف پاتې وؤ خوندي سیمو ته ګډه وکړي.

نوموړي وویل"زمونږ ګډې،غواوې،دکورسامانونه دا ټول یې بمبار کړل مونږ ته داپته نه لګی چې ولې داسې وشول ،بس له وزیرستاني ګډوالو سره یو ظلم و چې وشو"

دسپرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې میشت کډوال جلات خان ډیوه ته وايي،په دې سیمه زیات شمیردتوپونو ګولۍ ولګیدلې.

هغه وویل"دضرب عضب عملیاتو نه دافغانستان خاورې ته را واوښتو،دلته مو کوټې جوړې کړې چې ژوند په کې وکړو خو هغه بله ورځ توپونه راغلل او دخلکو په کورو کې خښې شوې،څوک زخمیان او څوک ووژل شول، لارۍ موټرې غواوې ولګیدلې خواوس له دې سیمې د خوست په طرف ګډې باروو بله لارمونږ ته نه ده معلومه په کومه خوا لاړ شو؟"

په خوست کې د دویمې سرحدي لیوا قومندان محمدظریف ځاځي ډیوه ته وویل دپاکستان لخوا هوايي او ځمکني بریدونه کرښې ته څیرمه دسپرې ولسوالۍ اړوند سیمو پرعامو ولسي خلکو ترسره شوي دي.

دافغان چارواکو په وینا د دپاکستان لخوا په شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو چې درې ورځې وړاندې ترسره شول درې تنه ولسي خلک وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دسرحدي دویمې لیوا قومندان وویل دپاکستان لخوا په دې سیمه دبیا ځل بریدونو دترسره کیدو ګواښ شتون نه لري او سیمه دافغان سرحدي ځواکونو لخوا تربشپړ څارنې لاندې ده.

دپاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې بریدونو له ترسره کیدو وړاندې یې ویلي وؤ چې دافغانستان له خاورې یوشمیر ترهګر د پولې ور اوښتي او د شمالي وزیرستان لواړه سیمه کې په کرښه داغزن تار لګولو پرمهال پر پاکستاني پوځیانو وسله وال برید کړی چې پکې درې پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ.