غفور: په بې درکو مو زړه دردېږي. غبرګون: که پوځ درد لري ولې یې نه خوشي کوي؟

واشنګټن ـــــ د زرګونو جبري بې درکه کسانو موضوع ته په اشارې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور وایي، پوځ د بې درکه کسانو د کورنیو په درد ور شریک دی او د هغوی په موندلو کې ورسره ملګری دی.

آصف غفور د جمعې په ورځ پر خپل شخصي ټویټر اکاونټ په یوه ټویټ کې د جبري بې درکه کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی. آصف غفور لیکلي:

"زموږ زړونه د هر ورک تن له کورنۍ سره درزېږي، موږ د دوی په درد ور شریک یو او په موندلو کې له دوی سره یو".

د آصف غفور ټویټ ته په ځواب کې ډېرو کسانو هغه ستایلی خو ګڼو کسانو بیا ورته سخت غبرګون څرګند کړی او حیراني یې څرګنده کړې چې د پوځ زړه څنګه پر بې درکه خلکو دردېږي ځکه چې د دوی په وینا بې درکه خلک پوځ وړي او له پوځ سره بندیان دي.

د پاکستان ټولنیز فعال احمد وقاص ګورایا- چې یو وخت پخپله بې درکه وو او وایي پوځ وړی وو- آصف غفور ته په ځواب کې پوښتنه کړې، وایي "دا څنګه ممکنه ده چې ستاسې زړونه دې په بې درکه کسانو و دردېږي". ګوریا لیکلي:

"څنګه یو تښتوونکی [د بې درکه کسانو] درد محسوسولای شي؟ که چېرې تاسې انساني درد لرلای د آرمي له اذیت خانو به مو د ترهګرۍ ښکار خلکو د خوشي کېدو امر کړی وای".

آصف غفور د چا نوم نه دی اخیستی خو وایي چاته اجازه مه ورکوئ چې د [بې درکه کسانو] له موضوع په څه نه څه تناظر کې ناوړه ګټه واخلي.

د پوځ ویاند په داسې وخت کې دا خبرې کړې چې نن په کراچۍ کې د بې درکه شیعه ګانو د موندنې لپاره له لسو ورځو روان احتجاجي پرلت د 19 بې درکه کسانو له موندنې سره پای ته رسېدلی او چارواکو ډاډ ورکړی چې نور بې درکه کسان به هم پیدا کړي.

د پاکستان یو بل ټولنیز فعال جبران ناصر د بې درکو خلکو په اړه د آصف غفور څرګندونې د بې درکه خلکو د کورنیو او نورو فعالینو د را پاڅېدلو او احتجاجونو اغېز بللی. جبران ناصر پر ټویټر لیکلي:

"د شیعه بې درکه کسانو پرلت ته سلام کوم، وګورئ که په پاکستان کې د ټولو بې درکه کسانو تحریکونه پر یوه ایجنډا سره را غونډ شي او د دې غیرآییني عمل په ضد و درېږي، کېدای شي په پاکستان کې د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ و درېږي".

په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې د مدني ټولنو فعالین، د بې درکه بلوڅانو کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ څو واره تور پورې کړی چې د پاکستان د پوځي ادارو چارواکي مخالفین په زور بې درکه کوي او زیاتوي چې دغه کسان یا په پوځي بندیخانو کې پټ بندیان دي او یا ځینې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو دا ډول تورونه تل رد کړي، خو د بشري حقونو فعالین د پوځ په انکار ډاډه نه ښکاري.