کابل:خبریاله اؤ د ولسي جرګې دکلتوري کمیسیون صلاحکاره مینه منګل ووژل شوه

دافغانستان پلازمینې کابل ښار په کارته نو سیمه کې وسله والو په ولسي جرګه کې دفرهنګي چارو دکمیسیون صلاح کاره اؤ وتلې خبریاله مینه منګل په ډزو سره وژلې ده.

چارواکو ویلي په مینه منګل دیکشنبې په سحر دا برید په داسې حال شوی چې هغه له کورڅخه د دفتر په لوري روانه وه.

د روان کال دپیل څخه په افغانستان کې دخبریالانو د وژنې دا پینځمه پیښه ده خو د خبریالانو ددغو وژنو په تور تر اوسه هیڅوک نه دي نیول شوي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپل تویټرپاڼه لیکلي دکابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې نا معلومو وسله والو د ولسي جرګې دکلتوري چارو دکمیسیون په صلاحکارې مینه منګل برید کړی او هغه په دې برید کې وژل شوې ده.

رحیمي ویلي دا پیښه نن سهار په اوو بجو اؤ ۲۰ دقیقو رامنځته شوې ده ، پیښه تر څیړنې لاندې ده او پولیسوپه سیمه کې پلټنې پیل کړي دي ترڅو یې عاملین پیدا او قانون ته یې وسپاري.

تر اوسه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې.

دافغانستان دخپلواکو ژورنالستانو دملاتړ دبنسټ مرستیال ښاغلي حجت الله مجددي د مینه منګل وژنه یوه ستره غمیزه بللې ده اؤ د حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې باید په هیواد کې دخبریالانو ژوند خوندي کړي.

بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې حجت الله مجددي ویلي په افغانستان کې خبریالي کول اوس ډیر خطرناک شوي اؤ پرله پسې دخبریالانو وژنې اوس د افغان دولت اؤ امینتي ارګانونو عاجله پاملرنه غواړي

مینه منګل په دې وروستیو کې دافغانستان ولسي جرګې دفرهنګي چارو په کمیسیون کې دنده پیل کړې وه او تردې وړاندې نوموړې په راډيو،ټي چینلونو کې کلونه دنده ترسره کړې وه او د ویاندويي ترڅنګ یې بیلابیلې خپرونې مخته وړي دي.