پاکستان ته په سمندر کې د تېلو او ګېس ذخيرې په لاس نه دي ورغلي

Chabahar

د پاکستان د ساحلي ښار کراچۍ سره نزدې په سمندر کې دننه د تېلو او ګېس دپاره د کيندنې روان کار ودرول شوی او ويل شوي د کېکړا ـ ون په نوم علاقه کې د تېلو او ګېس ذخیرې نشته.

د کراچۍ د ساحل سره نزدې په سمندر کې د تېلو او ګېس د ذخيرو نه ترلاسه کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پرون د خالي، شنبې په ورځ وزيراعظم عمران خان په پېښور کې يوې دستورې په وېنا کې ویلي ؤ دوي ته په سمندر کې د تېلو او ګېس ذخیرې په لاس ورځي.

نوموړي څو اوونۍ وړاندې هم داسې ویلي ؤ چې دوي ته د سمندر څخه د تېلو او ګېس راويستو په اړوند زېری ترلاسه کېدونکی دی.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د پېټرولیم د وزارت د وزيراعظم ځانګړي مرستيال نديم بابر منلې چې دوي ته په سمندر کې د تېلو او ګېس د کيندنې په عمل کې هيڅ په لاس نه دي ورغلي.

ويل شوي د کراچۍ نه ۲۸۰ کلوميټره لرې په سمندر کې د کېکړا ـ ون په علاقه کې ۱۷ ځله عمليات شوي او د ۵۰۰۰ ميټرو نه لاندې په سمندر کې د تېلو او ګېس لټون شوی دی.

چارواکو ويلي نزدې څلور مياشتې په سمندر کې د تېلو او ګېس د لټون په دې پروژه خواؤ شا ۱۰۰ ملينه ډالره لګول شوي دي.

په سمندر کې د تېلو او ګېس د لټون دپاره څلورو کمپنيانو چې پکې د امريکې اېکسان موبل کومه چې د نړۍ د تېلو او ګېس غټه کمپنۍ ده هغه او د اټلي اي اېن ايي او د پاکستان او جي ډي سي اېل شاملې وې.

د ډان د خبر ترمخه د او جي ډي سي اېل وياند احمد لک ويلي د لمړو څيړنو په اساس دوي ته په سمندر کې د ۱۳ نه ۱۵ فيصدو پورې امکان ؤ چې تېل او ګېس به پېدا شي.

د راپورونو ترمخه له دې وړاندې په کال ۲۰۰۵ او د هغې نه وړاندې په کال ۱۹۶۳ کې هم داسې هڅې شوي خو کاميابې پکې نه ده ترلاسه شوې.