د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۹ په تمريناتي سيالۍ کې د افغانستان کرکټ لوبډلې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړې او د افغان لوبغاړو په وېنا د دوي دپاره يواځې دا سيالي نا بلکې هره سيالي جدي يا سنجيده وي.
په ياده سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو د افغان لوبډلې کپتان ګلبدين نايب ټولو افغانانو ته اومبارکي ورکړې او ويلي يې دي دوي يوې پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
او هغه هيله څرګنده کړې چې دغه بريا به د دوي باور لوړ کړي او د راتلونکو کاميابو لاره به ورته جوړه کړي.
Congratulations to @ACBofficials cricket team and the people of Afghanistan for a brilliant win against the strong team of @TheRealPCB Pakistan.I hope this win boost our confidence and build a path for future achievements.Well done boys 👍🏻 pic.twitter.com/noKi65gAG0
— Gulbadin Naib (@GbNaib) May 24, 2019
په انګلېنډ کې ترسره شوې تمريناتي، وارم اپ سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې لمړی بيټنګ کړی او افغان لوبډلې ته يې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۳ رنزونو هدف ورکړی ؤ.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې په اووه لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف په وروستي اوور کې پوره کړو چې پکې د هشمت الله شاهدي ۷۴ او حضرت الله ځاځي ۴۹ رنزونه شامل ؤ.
د يادې سيالۍ په اړوند شاهدي وويل دغلته لوبغالي ته د راغلو خلکو او دوي ته د ډاډ ورکول يې په لوبغاړو مثبت اغېز اچوي او نه يواځې دغلته بلکې د نړۍ هر ګوټ ته چې دوي ځي.
حضرت الله ځاځي وویل که څه هم دغه سيالي تمریناتي وه دا د دوي دپاره په ورلډ کپ لمړۍ سيالي وه او دوي په هره لوبه کې د دماغو نه جذباتي او په هره لوبه کې جدي يا سنجيده وي.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ لوبډلې دغې بريا ته خوندوره ګټه ويلي دي.
Afghanistan put in a very efficient performance to overcome Pakistan in both sides%27 first warm-up game ahead of #CWC19.https://t.co/G4KCsSxphz
— ICC (@ICC) May 25, 2019
په سوشل ميډيا د افغانستان په بريا ډېری خلکو مبارکياني ویلي او د پاکستان يو ژورنالسټ روف کلاسرا ويلي افغان لوبډلې ته په ښه لوبه اومبارکي ورکړې او زیاته کړې يې ده دغه ګټه به د افغانانو په زړونو کې يو څه هيله پېدا کړي څوک چې د لسيزو راهسې ځپل شوي دي.
او اوس وخت دی چې افغانان د لوبو په مېدان کې غالب شي.
Afghanistan cricket teams tames Pakistan team. Congratulations Afghanistan players. You guys played well & deserved this extraordinary victory.This victory will bring some hope in hearts of Afghans who have suffered for decades. Now its time for Afghans to dominate sports fields.
— Rauf Klasra (@KlasraRauf) May 24, 2019