دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین وایي دپوځ لخوا شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم په فعالینو شوی برید د پوځي ویاند د هغه ګواښ په دوام شوی چې پينځه ورځې وړاندې یې ویلي وؤ پي ټي ایم نور وخت نه لري.
د اتوار په ورځ شمالي وزیرستان کې دپوځ په ډزو کې د پي ټي ایم د ګڼ شمیر فعالینو له ژوبل کیدلو وروسته منظور پشتین په ټوئټر لیکلي چې دایي ایس پي ار د ټولنیزو رسنیو ډلې دنني برید دپار فضاء رامنځته کړې وه.
ایي ایس پي ار یا دپوځ مطبوعاتي څانکې شمالي وزیرستان کې دخړ کمر په امنتي پوسته د شوې نښتې پړه په پښتون تحفظ موومنټ ور اړولې ده اؤ ویلي یې دي چې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر مشرۍ کې ورانکارو په امنیتي پوسته برید کړی دی.
پوځ منلې ده چې په ځوابی ډزو کې یې د پي ټي ایم درې فعالین وژلي اؤ ۱۰ نور ژوبل دي خو د پي ټي ایم وتلي مشر محسن داوړ ددغه پېښې نه سمدستي وروسته ډیوه ته ویلي چې په بې وسلې پرامنه احتجاج کوونکو قبائیلو ډزې دپاکستان پوځ کړي دي.
پوځ دا هم ویلي چې په نښته کې پینځه عسکر ژوبل شوي خو منظور پشتین اؤ محسن داوړ پخپلو څرګندونو کې ویلي چې په بې وسله احتجاج کوونکو ډزې پوځیانو کړي دي
This is a follow up of DG ISPR%27s threat of "time is up". During past few days, ISPR%27s social media teams have been creating the atmosphere for this attack today. Strongly protest this cowardly attack. PTM will continue its nonviolent constitutional struggle. #StateAttackedPTM 2/2
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) May 26, 2019
منظور پشتن پخپل ټوئټ کې ویلي چې پښتون تحفظ موومنټ به دخپلو جائزو غوښتنو دپاره خپلې ائیني اؤ پرامنه مظاهرې ته دوام ورکوي.
ددغه پېښې راپدیخوا په ټولنیزو رسنیو دپوځ په حق اؤ مخالفت کې بیلابیلې څرګندونې کیږي.
دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرادري یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې محسن داوړ د پاکستان دمرکزي پارلمان غړی دی اؤ هغه هیڅکله په امنیتي پوسته برید نه شي کولی.
بلاول بوټو زرداري ددې پېښې غندنه کړې اؤ ویلي یي دي چې احتجاج کول د سیاسي خلکو حق ده اؤ په دوئ باید تشدد ونه شي.
هغه ویلي که چرې ته دشمالي وزیرستان په څير دسمې زلمو سیاستمدارانو سره خبرې اترې نه کوي، دهغوئ دخفګان ختمولو هڅې نه کوي نو بیا ټولو ته معلومه ده چې د ایوب خان په واکمنۍ کې دلویدیز پاکستان سره څه شوي وؤ یا دپرویز مشرف په دور کې بلوچستان کې څه شوي و؟
هغه ویلي که مونږ دخپل حق،دقانون دواکمنۍ اؤ جمهوریت غوښتونکو ته غداران وایو نو دا لاره به ډيره خطرناکه وي
ملک میں پنجاب اور پختونخوا کے مظاہرین کیلئے الگ الگ قانون ہے،پنجاب میں مظاہرین کو انعامات اور پختون مظاہرین کو گولیاں ماری جا رہی ہیں#Waziristan_killing pic.twitter.com/6hklLIJMur
— Awami National Party (@ANPMarkaz) May 26, 2019
دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دجائزو حقونو دپاره پورته کیدونکی غږ په حکمرانانو بد لګي اؤ په وارخطایۍ کې داسې پرېکړې کوي چې هیواد پرې دماتیدو په لوري روان شوی دی.
هغه په ټوئټر لیکلي چې پنجاب کې په مظاهرینو انعامونه ویشل کیږي اؤ پښتانه چې مظاهره کوي نو په ګولیو ویشتل کیږي.
هغه په زلمو غږ کړی چې باید پرامنه پاتې شي