دهنرمندانو اختر،څوک په څه بوخت دي ؟

سندرغاړي ټول کال د اولس دخوشحالولو دپاره سندرې وایي اؤ ډیر لږ وختونه ورته د ځان دپاره په لاس ورځي خو یوازې اختر داسې موقعه وي چې دغه سندرغاړي پکې دخپلو،خپلوانو ، ملګرو اؤ دوستانو سره کښیني،محفلونه راجوړ کړي اؤ دخپل زړه خواله وکړي.

دغه خبرې دپښتو وتلي سندرغاړي ښاغلي کرن خان د وړوکي اختر په ورځ وائس اف امریکه ډيوه ته په داسې حال کې کړي چې پخپله حجره کې دمیلمنو سره ناست ؤ اؤ دهغوئ دچائ اوبو غم یې کولو.

کرن خان په سوات سیمه کې اوسیږي اؤ سوات کې دنور کله پشان دا ځل هم اختر د نورې پښتونخوا نه یوه ورځ وروسته شوی دی، کرن خان وایي اختر دپاره دپېښور نه کلي ته ته تللی اؤ داختر دنمونځ نه وروسته بیلابیلو حجرو ته ورغلی اؤ دخپلو مشرانو،کلیوالو اؤ عزیزانو سره دیې داختر مبارکۍ کړي دي

د کرن خبرې دلته اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

دکرن خان اختر څنګه ؤ؟

ستره سندرغاړې شکیله ناز چې اوویشت کاله وروسته یو ځل بیا دسندرو نړۍ ته راوتلې ده هغه دا اختر پخپل کور دننه نمانځي

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې شکیله ناز وویل د ډیرو هیوادونو نه راته افرز شوي وؤ چې باید هلته کنسټرتونه وکړم، دټي وي ګانو شوګانو کې برخه واخلم خو ما نه غوښتل چې اختر له خپلو بچو اؤ خپلې کورنۍ نه بهر تیر کړم .

هغې وویل د اختر په ورځ دخپلو خپلوانو کورونه ته ورغله ،خپلو مشرانو اؤ کشرانو ته یې داختر مبارکۍ ورکړې اؤ د خاندان خلک اؤ میلمانه دهغې کور ته ورغلل اؤ دغسې داختر لمړۍ اؤ دوئمه ورځ یې ډيره مصروفه خو خوندوره پاتې شوه.

دشکیله ناز نور مصروفیات په اختر کې څه پاتې شول لاندې یې دهغې له خولې واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

شکیله ناز اختر کې څه بوختیاوي لري؟

وتلې سندرغاړې نازیه اقبال هم داځل وړوکی اختر پخپل کور اسلام اباد کې تیروي ، هغه وایي ماشومانو دپاره یې داختر ښکلې ،ښکلې جامې اؤ پيزار کړي دي اؤ نن ورکره مور میلمنه راروانه ده هغې ته ډیره زیاته خوشحاله ده.

نازیه اقبال وایي په پام کې یې ده چې خپلو ماشومانو سره به په اختر کې بهر چکر له ځی اؤ داختر نه به خوندونه اخلي.

دنازیه اقبال خبرې لاندې اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د نازیه اقبال اختر

د وړوکي اختر په موقعه ګڼ شمیر سندرغاړي داسې هم دي چې په سندیزو شو ګانو کې مصروف دي اؤ د وطن نه بهر په کنسرټونو کې برخه لري