خلیلزاد:دامریکا د وتلو صورت کې به دناټو نور هیوادونه هم له افغانستانه اوځي

افغانستان کې د سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو عمومي سکتر اؤ نورو مشرانو سره لیدنه کې هغوئ ته باور ورکړی چې امریکا به ناټو افغانستان کې یوازې نه پریږدي.

هغه ویلي چې کله هم امریکا دافغانستان څخه اوځي نو د ناټو نور غړي هیوادونه به هم له دغه هیواد څخه اوځي اؤ داسې به نه وي چې ګنې امریکا به ناټو په افغانستان کې یوازې پرېږدي.

نړیوالې رسنۍ وايي چې دناټو عمومي سکتر اؤ نورو استازو سره لیدنه کې زلمي خلیلزاد هغوئ دهاغو پرمختګونو څخه خبر کړي چې افغانستان کې دسولې په اړوند تر دې مهاله شوي دي.

په دغه مهال دناټو عمومي سکتر سټولټنبرګ زلمي خلیلزاد سره خبرو کې ویلي چې ناټو په افغانستان کې امن ته ژمن ده اؤ هیڅکله به ونه غواړي چې دغه هیواد یو ځل بیا خلک د ورانکارۍ یا ترهګرۍ دمقصدونو دپاره وکاروي.

د امریکې او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه مذاکرات د تېر یو کال راهسې روان دي او دواړو خواؤ پکې د پرمختګ خبرې کړي دي خو طالبان وايي ترڅو چې ټول امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه نه وي وتلي،هغوئ به روانې جګړې نه لاس نه اخلي او په بین الافغاني خبرو کې به ګډون هم نه کوي.

څېړونکي وایي دسولې په خبرو کې دطالبانو دسخت دریځ له امله دخبرو لړۍ کې دپرمختګ مخه نیول شوې ده اؤ امریکایي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې طالبان پخپل دریځ کې نرمښت ته اړ کړي.

دتیر اتوار په ورځ دسولې دچارو دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې پاکستان چارواکي افغانستان کې دسولې دپاره د کیدونکو هڅو اؤ تر اوسه دشوؤ پرمختګونو نه خبر کړي وؤ.

وروسته زلمي خلیلزاد پخپل یو ټوئټ کې ویلي وؤ اکستاني مامورینو سره یې په دې هم خبرې وکړې چې پاکستان څه ډول د طالبانو سره په خبرو کې مرسته کولی شي؟

اسلام اباد ته د خلیلزاد د سفر په پای کې د پاکستان خارجه وزارت یه یو بیان کې وویل اسلام اباد په افغانستان کې امن ته ژمن دی او په ټولو اړونده فریقېنو غږ کوي چې په سیاسي توګه د افغانستان اوږد جنګ ختمولو دپاره دې د موجودو فرصتونو څخه ګټه واخل