حمدالله محب:دپاکستان له مرستې پرته طالبان یوه ورځ جګړه هم نه شي کولی

دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ښاغلي ډاکټر حمدالله محب ویلي پاکستان دطالبانو ملاتړی دی اؤ ترڅو چې دپاکستان اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي افغانستان کې دسولې راتګ ناشونی دی.

دافغانستان طلوع نیوز سره یوه مرکه کې ښاغلي محب په پاکستان سخت تورونه لګوي چې طالبانو سره له هره اړخه مرسته کوي.

دملي امنیت صلاح کار ویلي که چرې طالبانو سره د پاکستان مرسته نه وي نو هغوئ دیوې ورځې دجګړې توان هم نه لري ځکه چې طالبان کله دسولې دخبرو دپاره په سفر ځي نو دالوتکې دټکټ اخستلو پیسې هم ورسره نه وي.

افغان چارواکو تر دې وړاندې هم وخت په وخت اسلام اباد دطالبانو په ملاتړ تورن کړی خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وايي طالبان دافغانستان یو سیاسي قوت دی اؤ اسلام اباد پرې هیڅ نفوذ نه لري.

دافغانستان دملي امینت صلاح کار ښاغلي حمدالله محب په پاکستان دطالبانو دملاتړ دا تازه تورونه په داسې حال کې لګولي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه افغان ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته سفر کوي اؤ دغلته به پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دسولې په پروسه اؤ د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې کوي.

ښاغلي محب ویلي “ترڅو چې دطالبانو ملاتړو سره خبرې ونکړو د افغانستان دننه جګړې پائ ته نه رسیږي،افغان دولت ته به پاکستان سره نیغ په نیغه خبرې کول وي، دهغوئ اندېښنې به اوریدل اؤ ورته به ځواب ویل وي هله به افغانستان کې سوله ټینګیږي”

پخپله دغه مرکه کې دافغانستان دملي امنیت صلاح کار دسولې په تړاؤ دامریکایي استازي هڅې ناکامې بللي اؤ ویلي یې دي هغه چې په واشنګټن کې د خلیلزاد په اړوند کومې څرګندونې کړې وې په هغې پښیمانه نه دی.

خو په عین حال کې زلمي خلیلزاد دافغانستان صدر اشرف غني سره لیدنه کې افغان سولې دپاره دبین الافغاني مزاکراتو د لمړي پړاؤ زر پیل کیدلو ته هیله مندي ښودلې ده.

حمدالله محب وویل چې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو دافغان ځواکونو په روحیه بده اغیزه کړې خو ددې ترڅنګ هغه دا دعوه هم کړې ده چې افغان ځواکونه به له څلوو میاشتو نه هم په کمه موده چې دطالبانو ملا ماته کړي.

دافغانستان دملي امنیت د صلاح کار لخوا دطالبانو دملاتړ په اړوند په پاکستان لګول شوؤ تورونو ته لا په سمدستي توګه پاکستاني چارواکو اؤ‌ طالبانو څه جواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې اکثره مهال دافغان چارواکو دغسې تورونو ته ځواب کې پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان دولت دخپلو ناکامیو پړه په پاکستان اچوي