اشرف غني اؤ مودي افغانستان کې دسولې په پروسه اؤ اقتصادي پرمختیا غږېدلي

دافغانستان ولسمشر اشرف غني دهند صدر وزیراعظم نریندر مودي سره په بېشکیک کې لیدنه کړې اؤ ورسره یې افغانستان دسلوې،داقتصادي همکاریو په پراختیا اؤ دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي دي.

ددغه لیدنې په مهال د هند صدراعظم ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې افغانستان کې دسولې په ټینګښت اؤ اقتصادي پرمختیا کې دهیڅ رقم مرستې نه مخ ونه ګرځوي.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې نریندر مودي سره لیدنه کې ولسمشر اشرف غني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه او وې ویل، باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی.

هغه وویل د سیمې هیوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.

دهند وزیراعظم فغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.

نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي اؤ غواړي چې نور باید دغه جګړه ځپلې هیواد کې سوله اؤ قراري راشي.

اشرف غني سره له لیدنې وروسته پخپل یو پښتو ټوئټ کې نریندر مودي لیکلي "نن مې له ولسمشر اشرف غني سره په بيشکیک کې په زړه پورې ليدنه درلوده، د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتیا په اړه مو بحث وکړ، هندوستان په بشپړه توګه د دې هېواد د وګړو لپاره د سولې په موخه د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي"

د قرغزستان په مرکز بيشکيک کې د شانګهايي سازمان غونډه د زیارت، پنجشنبې په ورځ پېل شوې چې نن د جمعې په ورځ به هم دوام ولري.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې غونډه کې ګډون لري اؤ زیات احتمال ښودل کیږي چې ولسمشر غني به د ښاغلي عمران خان سره هم لیدنه وکړي اؤ ورسره به افغانستان کې دسولې په پروسه اؤ پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر په اړوند وغږیږي.

ټاکل شوې ده دافغانستان ولسمشر د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه دپاکستان سفر کوي اؤ دغلته به پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دسولې په روانو هڅو له نزدې خبرې اترې وکړي.

ولسمشر اشرف غني اؤ دهغه دکابینې نور غړي زیاتره مهال افغانستان کې د بدامنۍ د روانې لړۍ پړه په پاکستان اچوي اؤ وایي ددغه هیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې طالبانو سره مرستې کوي.

خو پاکستان دافغان چارواکو دا تورونه ردوي اؤ دریځ‌ لري چې افغان دولت دخپلو کورنیو ناکامیو پټولو دپاره افغانستان کې دترهګرۍ د روانې لړۍ پړه په پاکستان اچوي