دفرښته مهمند د قاتل پېژندنه،پولیسو دفرښتې په پلار څه فشارونه راوړي؟

که څه هم د اسلام اباد پوليس د يوولس کلنې پښتنې ماشومې فريښته مهمند د قتل په تور کې د محمد نثار په نوم د يو شکمن تن نيولو دعوه کړې خو د فريښتې پلار وايي غواړي چې پوليس د ثبوتونو پر اساس اصل ملزم ونيسي .

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسین تور لګولی چې پولیس د فرشتې په پلار فشار راوړی اؤ رشوت ورکول غواړي چې کوم سړی ورته هغوئ په ګوته کوي باید هغه دقاتل په توګه وپیژني.

د اسلام اباد پوليس وياند خالد محمود اعوان ډيوه ته ويلي چې د مئ په مياشت کې د ١١ کلنې پښتنې ماشومې فريښتنه مهمند د قتل په مقدمه کې تورن ملزم محمد نثار یې نيولې او په جوډيشل ريمانډ یې د اډيالې زندان ته لیږلی دی.

هغه دا هم ويلي چې نيول شوی تورن تن د اسلام اباد سره نزدې د علي پور اوسيدونکی دی ،او له دې مخکې هم په جنسي زاياتو کې ککړ ؤ.

د فريښته مهمند پلار ګل نبي ډيوه ريډيو سره خبرو کې وویل دغه تن به په ژوندانه هم قريښته ويروله او پوليسو ته هم هغه ددغه تن نامه ورکړې وه او د پلټنو پر مهال د هغه کورنۍ د ملزم پېژندګلو کړې وه .

که څه هم ګل نبي د پوليسو پلټنې ستائیلي خو وايي هغه ته هاغه ملزم نه دی پکار چې په وهلو ټکولو ې په جرم منلو مجبوره کړل شوی وي .بلکې پولیس دې دهغه دلور اصلي قاتلان ونیسي.

بلخوا دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین تور لګولی چې پولیس پخپل غفلت د پردې اچولو په خاطر د فرښته مهمند په پلار فشار راوړی چې هم هغه تن دخپلې لور دقاتل په توګه معرفي کړي چې پولیس یې ورته ښایي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې میا افتخار حسین ویلي هغوئ ته معلومه شوې ده چې پولیسو د فرښته مهمند په کورنۍ ډير فشارونه راوړي اؤ د فرښتې پلار ته هره ورځ ذهني اذیتونه ورکوي.

نوموړي تور ولګولو چې پولیس د فرښتې پلار ته د شلو لکو روپو چیک د رشوت په توګه ورکوي اؤ ورته وایي چې څه درته مونږ وایو هغسې وکړه .

خو د حکومت یا د اسلام اباد د پولیسو لخوا دې تورونو ته په سمدستي توګه هیڅ جواب نه دی ویل شوی .

تر دې وړاندې د اسلام اباد دپولیسو مشر یا ایي جي د فرښتې ویلي وؤ چې پولیس به په پلټنو کې د ایماندارۍ نه کار اخلي اؤ‌په هر صورت به د فرښته مهمند قاتلان محکمې ته راکش کوي.

ښکاره دې وي چې ١١ کلنه فريښته د دمئ دمیاشتې په ١٥ نيټه د اسلام اباد سره نزدې د علي پور سيمې څخه د کوره بې درکه شوې وه او بيا د هغې مړې د مئ په ٢١ نيټه د شهزاد ټاون د ځنګل نه ترلاسه شوې و.

.د هغې د بې درکې د مقدمې په نه درج کيدو هغه وخت ځاي خلکو د پوليس پرضد احتجاج هم کړی ؤ او د مړي د ترلاسه کيدو ورستو د هغې وارثانو احتجاجي ناسته هم کړې وه چې پکې د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د قامي اسمبلې غړو محسن داوړ او علي وزير هم ګډون کړې وو

خو اوس میا افتخار حسین وایي چې که د فرښتې د کورنۍ سره انصاف ونه شو نو دهغوئ ګوند به په احتجاجي پرلت لاس پورې کړي