فاریاب:افغان ځواکونو بلچراغ ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله

دافغانستان ددفاع وزارت وايي،هغه ځانګړي عملیات چې پرون دافغان ځواکونو لخوا فاریاب ولایت کې پیل شوي و په پایله کې یې د دې ولایت بلچراغ ولسوالۍ له طالبانوبیرته ونیول شوه.

دا مهال په ګرد افغانستان کې په ۲۲ ولسوالیو طالبان واکمن دي اؤ ددفاع وزارت وایي ددغو ولسوالیو بیرته ترلاسه کولو دپاره افغان ځواکونو هڅې پیل کړي دي.

دفاع وزارت ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ډيوه سره خبرو کې وویل بلچراخ ولسوالي دا مهال دافغان ځواکونو په ولکه کې ده خو چاڼیزعملیات لاهم په دې ولسوالۍ کې دوام لري.

امان وویل"د ملي اردو سرتیرو دنورو امنیتي اودفاعي ځواکونو سره په همغږۍ نن سهار په دې توانیدل چې دفاریاب بلچراخ ولسوالۍ له طالبانو ونیسي اوس مهال طالبان په بشپړه توګه له ولسوالۍ وتلي دي وضعیت په کنټرول کې دی خو لا مخالفینو سره د ولسوالۍ په اطرافو کې جګړې روانې دي"

امان زیاته کړه د ولسوالۍ دنیولو پرمهال دافغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خوتراوسه یې شمیرنه دی معلوم.

وسله والو وطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې دفاریاب بلچراخ ولسوالۍ تیرکال د افغان ځواکونو څخه طالبانو نیولې وه.

دافغانستان دفاع وزارت وايي دا مهال دافغانستان ۲۲ ولسوالۍ دطالبانو دکنټرول لاندې دي اؤ‌ په پلان کې ده چې افغان ځواکونه دطالبانو ترواک لاندې په ټولو ولسوالیو بیرته خپل واک ټینګ کړي او په تدریجي توګه په دې اړه پوځي هڅې پیل شوي دي.