کوټه:دپښتو نړیوال سیمینار کې لیکوالان دپښتو ادب اؤ کلتور په وده خبرې کوي

کوټه کې د"پښتو ادب د نېمې پېړۍ مزل،فکري او نظري رجهانات " په عنوان پیل شوي سیمينار کې دپاکستان ،افغانستان اؤ نړۍ دیو شمیر نورو هیوادونو نه برخه لرونکي پښتانه لیکوالان اؤ څېړوني دپښتو،ادب اؤ کلتور په بیله بیلو اړخونو خبرې کوي.

دغه سیمینار چې دجمعې د ورځې نه په پښتو اکيډمي کوټه کې پیل شوی د دويمې ورځې په لومړۍ برخه کې یې " د پښتو ادب صنفي بيانيه، اوس مهاله رجهانات" د عنوان لاندي مقالې وړاندې کړل شوې ۔
چې پکې سميع الدين ارمان "په پښتو ادب کې د صنفياتو توپير " ليکوالې شفا کاکړې "په پښتو ډرامه کې صنفي انصاف"، ليکوالې صالحه بازۍ د "انګۍ" پر موضوع خپله څيړنه دغونډې برخه والو ته وړاندې کړې ده.

همدغه راز مسکان خټک "په غزل کې د عشق د موضوع صنفي تناظر "،رحمت بي بي اڅکزۍ "په ښځينه نظميه شاعرۍ کې د صنفياتو اغېزې "،پر موضوع مقاله وړاندې کړه.

د اولې برخې په اخيره کې ليکوال شاعر او سياستوال افراسياب خټک وينا وکړه او وئ ويل"ډير زيات خوشاله او خوښ بينه يم چې نوی کول مو ډېر ښه تحقيق کوي او دا به د پښتو او پښتنو لپاره جدي ګټې ولري"۔

دوويمه برخه " پښتو ادب کې طبقاتي توپير او مبارزه "دعنوان لاندې وه چې پکې له کابله راغلي ليکوال او استاد لال پاچا ازمون "ادب او طبقاتي شعور" ،له خېبر پښتونخوا راغلي ليکوال او شاعر اسير منګل پر " پښتو لنډه قصه کې طبقاتي مباحث"، استاد او ځوان ليکوال مير حسن اتل " د پښتو نظم د طبقاتي فکر په رڼا کې "ليکوال او شاعر محب شېراز "په غاړو کې د طبقاتي جبر انګازې " او فريد الله شاه احساس "نقل او مزاح کې د طبقاتي مزاهمت رنګونه " تر عنوان لاندې مقالې وړاندې کړې ۔

د دويمې ورځې په دريمه برخه کې د " د جنوبي پښتونخوا پښتو فولکلوري موسيقي وړاندې کړل شوه چې ګډون والو ډيره وستايله ۔

په اخيره برخه کې " د ژبو اوادب د بقا سوال" بين الساني مکالمه وشوه ،
د پښتو اکېدمۍ په تالار کې ناستو ګډون والو پر ځينو مقالو باندې نقد وکړ،د نقادانو په وينا ځينې ليکوالان بايد په مقالو او خپلو ليکنو کې د اوردو او انګليسي توري ونه کاروي

د پښتو اکېډمۍ مشر او د سیمينار منتظم سيد خېر محمد عارف وايي ”پوهه يم چې حالات د دې جوګه نه و خو پښتو او پښتانه د سختو حالاتو نه هم زياته داسي سيمینارونو ، ناستو او علمي مجلسونو ته اړتيا لري ځکه مو دا سیمینار جوړ کړ "

د پښتنې ليکوالي او شاعرې وړانګې لوڼۍ په وينا په دې سيمنار کې په ګڼ شمير ښځې هم ګډون لري

هغې وویل" دا ډير مهم او زړه پورې ګام دی ځکه چې د پښتو ټولنه تر هغه وخته پورې پرمخ تګ نه شي کولی چې تر څو نارينه او ښځينه دواړه اوږه په اوږه د ژوند په هر ميدان کې نه وي روان شوي "۔
سیمینار به سبا په دریمه ورځ هم دوام ولري