غزني کې د استخباراتي دفتر مخې ته موټر بم چاؤدنې ۱۲ تنه وژلي

د افغانستان په غزني ښار کې چارواکو ويلي طالبانو د موټر د بم د لارې د ملي امنيت (اېن ډي اېس) د دفتر مخې ته چاؤدنه کړې او ۱۲ تنه يې وژلي او ۵۰ نور يې ژوبل کړي دي.

د غزني د ګورنر وياند عارف نوري وي او ای سره په خبرو کې د موټر بم چاؤدنې له امله د ۱۲ تنو د وژنې پخلی کړی دی.

هغه ويلي په وژل شوؤ او ژوبلو کې عام ملکي وګړي او د سکول ماشومان شامل دي.

د طالبانو وياند د چاؤدنې زمه واري منلې او ويلي يې دي په زوروره چاؤدنه یې د ملي امنيت استخباراتي دفتر په نخښه کړی او په غټه کچه مرګ ژوبلې يې اړولي دي.

په افغانستان کې دا تازه چاؤدنې او د طالبانو عمليات په داسې حال کې روان دي چې په قطر کې د طالبانو د امریکا سره خبرې روانې دي او نن د افغانستان د سولې په موخه دوه ورځنۍ بېن الافغاني خبرې هم پېل کيږي.