څيړونکي وايي د افغانستان د سولې خبرې کاميابې ښکاري خو دا مسله هوارېدل ډېر اسان هم نه دي

په قطر کې د بېن الافغاني خبرو او امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړوند د افغانستان د چارو کارپوهان وايي دې ته يو کامياب پرمختګ ويل کېدی شي خو مشکلات شته او د افغانستان مسله دومره اسانه نه ده چې ډېره زر به حل شي.

په قطر کې تېر دوه ورځې پرله پسې بېن الافغاني خبرې شوي چې پکې د طالب استازو سره افغان سیاستوالو، ښځينه غړو او ژورنالسټانو ګډون کړی دی.

د يادوخبرو وروسته نن د نهې، سه شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ ودرېدلې خبرې بيا روانې شوي دي.

پوهان وايي چې دغه خبرې اترې مخ په وړاندې لاړې شي نو د دې به يو څه نتيجه مخې ته راشي.

د بېن الافغاني غونډې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځه د خبرو اترو پېل کېدو په اړوند په قطر کې موجود څيړنکار او ژورنالسټ طاهر خان وايي، د هغه په نظر د امریکا او طالبانو د خبرو نه هيله لري چې څه نتيجه به ضرور ولري.

هغه وويل زلمی خليلزاد هم د خبرو اترو نه مطمين دی او طالبانو سره هم زمونږ خبرې کيږي او د تېرو اته، نهه مياشتو راهسې په دې خبرو کې څه رکاوټ نه دی راغلی او دا اوس د دوي مجبوري هم ده چې دا خبرې مخ په وړاندې بوځي، مشکلات ضرور شته خو زما دا خيال دی چې د دې نتيجې به ښې وي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو اووم پړاؤ دی چې په قطر کې روان دی او دواړه فريقه تراوسه پورې په ترسره شوؤ خبرو کې د پرمختګ وايي.

په قطر کې د دوه ورځنیو خبرو وروسته په جاري شوې ګډه کې اعلاميه کې په دې خبره اتفاق شوی چې د افغانستان د مسلې حل به د خبرو اترو د لارې راویستلی شي.

د بېن الافغاني خبرو په اړوند په پېښور کې ځايي ژورنالسټ مشتاق يوسفزی وايي د طالبانو او افغان مشرانو ترمنځ خبرې اترې يو کامياب عمل دی خو د دې نه دومره زر نتيجې اخيستل به ګران وي.

هغه وويل دا يو کامياب عمل دی ځکه چې طالبانو وړاندې د حکومتي غړو يا حکومتي مرستیالو سره د خبرو اترو نه انکار کړی ؤ.

هغه زياته کړه طالبانو به ويل چې د حکومت سره نېغ په نېغه خبرې به نه کوي خو د کله نه چې مذاکرات شورو شوي دي نو ټول فريقېن د سنجيدګۍ مظاهره کوي.

خو يوسفزی وايي سردست د دې يوې ناستې نه دا توقع ساتل به ګرانه وي چې ټولې مسلې حل شوې او بله دا چې د دوي په جاري شوې اعلاميه کې د کوم خاص پرمختګ خبره نشته.

په قطر کې د ترسره شوؤ بېن الافغاني خبرو په اړوند د افغانستان د سولې د خبرو دپاره امریکايي ځانګړي استازي خليلزاد ويلي چې د بېن الافغاني خبرو ټولو ګډون والو، د افغانستان د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته په شريکه اومبارکي وايم.

هغه په ټويټر ويلي ؤ چې نن سهار د (نهې) په ورځ به د طالبانو سره د خبرو پېل کولو سره به په خپلو روانو هڅو ټینګار وکړي.

په قطر کې تازه ترسره شوې بېن الافغاني خبرې د جرمني او قطر په ګډ کوربه توب ترسره شوي دي.

له دې وړاندې دغه ډول خبرې د مې په مياشت کې په ماسکو کې هم شوې وې خو د هغې هم کومې ښکاره نتيجې مخې ته نه وې راغلې.