امریکې د لبنان ترهګرې ډلې حزب الله د درې مشرانو غړو پرضد نوي بندېزونه اعلان کړي دي. په دغو کسانو د لبنان مالي نظام ته د زيان اړولو او د ايران ایجنډې ته د ودې ورکولو تورونه دي.
د حزب الله په دغو درې مشرانو غړو کې امين شيري، محمد حسن رعد او وافق صفی شامل دي.
د راپورونو ترمخه شيري او رعدلبناني د پارلیمان غړي دي او صفي د حزب الله سهولت کار دی.
امریکې حزب الله ترهګره ډله ګرځولې او په لومړي ځل يې د دغه ډلې په تعلق د پارلیمان غړي په هدف کړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي د لبنان واکمنۍ ته د زيان رسولو د هڅو په تړاؤ دغو غړو د ايران د حکومت مرسته کړې ده.
ايران د حزب الله په شا ولاړ هېواد دی.