عمران خان وايي، داسې محسوسوي لکه نړيوال کپ يې ګټلی وي

د پاکستان وزيراعظم د امریکا د سفر نه بيرته ملک ته په ستنېدو د اسلام اباد په هوايي اډه ويلي، داسې ورته ښکاري چې هغه د کوم بهرني هېواد د سفرڅخه نه وي راغلی، بلکې نړيوال کپ يې ګټلی وي.

عمران خان تېره شپه د امريکا د سفر وروسته بیرته د اسلام اباد په هوايي اډه کوز شوی او د هغه هرکلي ته د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزيران او په ګڼ شمېر کې د ګوند پلويان ورغلي وو.

په هوايي اډه باندې خبرو کې هغه وويل، کله چاته ټيټ شوی نه دی او نه به قوم د چا په وړاندې ټيټ کړي.

نوموړي يو ځل بيا هغه خبرې تکرار کړې چې دا ملک (پاکستان) پخوانيو غلو مشرانو لوټلی دی او دوی به د ملک لوټ شوې پېسې چې بهر وړل شوي بيرته به يې راوړي.

هغه زياته کړه امریکا او د لویديځ هېوادونو ته يې ویلي چې د دوي د ملک نه کومې پېسې بهر لوټل شوي د هغو په بیرته ستنولو کې يې مرسته وکړي.

خو وزیراعظم په خپلو خبرو کې د امریکا د سفر او هلته د امریکايي مشرانو سره د کړو خبرو په اړوند هيڅ ونه ويل.

نوموړي په واشنګټن کې د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ او بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او پاکستانۍ ټولنې سره ليدلي دي.

د عمران خان سره د امریکا په سفر کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم مل ؤ.