د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړي او دواړه مشران په دې خبره موافق شوي چې" اوس وخت راغلی چې د خبرو هڅې ګړندۍ کړی شي او د افغانستان جګړه ختمه شي".
د وزارت د بيان ترمخه پمپیو افغان ولسمشر ته باور ورکړی چې د صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي ايشيا دپاره په تګلاره کې هيڅ بدلون نه دی راغلی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزير ويلي د سولې د خبرو د راتلونکي پړاؤ په موخه يې په تفصيلاتو د بحث دپاره چيئرمېن جواينټ چيفس اف سټاف جنرل جوزف ډنفورډ او د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته لېږلي دي.
جنرل جوزف ډنفورډ پرون په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.
(۱/۶) رئیس جمهور غنی و جنرال جوزف دنفورد، بر مبارزۀ مشترک علیه تروریزم تاکید نمودند pic.twitter.com/YiG3LiQ8of
— ارگ (@ARG_AFG) July 25, 2019
او په ۲۳م جولايي زلمي خليلزاد د اشرف غني سره ليدلي وو.
(1/3) د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل. pic.twitter.com/89f6CLNv52
— ارگ (@ARG_AFG) July 23, 2019
مايک پمپيو سره په خبرو کې افغان ولسمشر د امریکايي استازو د کابل د سفر هر کلی کړی او ويلي يې دي افغانستان د امریکا سره اوږه په اوږه کار کولو ته ژمن دی چې افغانستان باثباته، سوله ييز، جمهوري او د ترهګرۍ نه پاک وي.