هرات: د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه کې ۳۴ کسان وژل شوي

د افغان چارواکو په وېنا د هرات او کندهار په لويه لار د سړک غاړې ته ښخ بم په چاؤدنه کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او د ماشومانو او زنانوؤ په ګډون پکې ۱۷ ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي چاؤدنې نن د شورو، چهارشنبې په سهار فراه ته د مسافرو روان بس په نخښه کړی دی.

د افغانستان د صدر اشرف غني وياند صديق صدیقي ويلي،

"د طالبانو په اېښودی شوي بم کې عام خلک وژل شوي دي، طالبانو دغه بم د کندهار هرات په لويه لار اېښودی چې د مسافرو بس پکې په نخښه شوی ۳۴ پکې وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ۱۷ کسان ژوبل شوي دي. او دا ټول عام ملکي وګړي دي".

د یادې چاؤدنې په اړوند د طالبانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو اداره ويلي د روان میلادي کال د جنوري له لومړی نیټې څخه د جولايې د میاشتې ترپایه پورې د ناامنیو په پېښو کې ۲۴۶۶ ولسي وګړي ټپیان شوي او ۱۳۶۶ تنه نور وژل شوي دي.

د یوناما ترمخه د ۲۰۱۹ میلادي د لومړیو دوو میاشتو په پرتله په دریمه او څلورمه میاشت کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۷ سلنه لوړوالي راغلی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دولسي وګړو به مرګ ژوبله کې ۳۸ سلنه طالبان ښکېل دي، ۱۱ سلنه داعش ډله او ۳سلنه یې نامعلوم وسله وال لاس لري.

د راپور له مخې هغه ۳۷ فیصده ولسي مرګ ژوبله چې د دولت پلوو ځواکونو لخوا رسیدلې ۱۸ فیصده په کې افغان امنیتي ځواکونه ګرم ګڼل شوي او ۱۲ سلنه مرګ ژوبلې مسئولیت پر نړیوالو ځواکونو اچول شوی دی.