واشنګټن: د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که طالبان خپله برخه کار وکړي نو مونږ به هم خپل کار وکړو او تړون به وشي.
ښاغلي خلیلزاد دغه خبره د شورو یا چهارشنبې په ورځ له کابل څخه تر روانېدو مخکې په یو ټویټ کې کړې ده.
هغه ویلي، هغه تړون به بشپړ کړو په کوم باندې چې د اوږدې مودې راهیسې کار روان دی.
I’m off to Doha, with a stop in Islamabad. In Doha, if the Taliban do their part, we will do ours, and conclude the agreement we have been working on.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 31, 2019
زلمي خلیلزاد په همدې ورځ په یو بل ټویټ کې له کابل څخه خپل سفر تر ټولو ګټور بللی.
هغه ویلي:
"له هاغې وروسته چې د ځانګړي استازي په توګه مې دنده پیل کړې، له کابل څخه مې دا تر ټولو زیات ګټور سفر و چې راټولوم یې. امریکا او افغانستان په راتلونکو ګامونو باندې موافقه کړې ده او مرکچي پلاوی او تخنیکي ډلې جوړې شوې دي."
زلمي خلیلزاد دا هم ویلي، چې دوحې ته په لاره به په اسلام اباد کې هم یوه دمه ولري.
Wrapping up my most productive visit to #Afghanistan since I took this job as Special Rep. The US and Afghanistan have agreed on next steps. And a negotiating team and technical support group are being finalized.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 31, 2019
په ورته وخت کې طالبانو ویلي، دوی هیله لري چې ددې اونۍ په وروستیو کې به د دوحې په خبرو کې له امریکا سره یو تړون ته ورسېږي څو په افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل، دواړو غاړو نږدې یو کال سخت کار کړی او داسې یوه مسوده یې چمتو کړې ده په کوم کې چې ټولې سترې مسلې رانغاړل شوي دي.
هغه ویلي، طالب مرکچیانو خپله برخه کار کړی او اوس امریکایي اړخ پورې اړه لري چې ایا دوی د خبرو د بهیر بل ګام لپاره خپل زهن تیار کړی او که نه.
شاهین ویلي، " مونږ هیله لرو چې د سرتیرو د وتلو پر سر تړون ته سره ورسېږو."
کله چې له شاهین څخه پوښتنه وشوه چې بل ځل خبرې به کله کېږي نو هغه په دې اړه د څه ویلو ډډه وکړه.
نوموړي دا هم ویلي، چې په دغې مسوده کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وېش او دا چې د افغانستان له خاورې به د امریکا پرضد کار نه اخیستل کېږي خبرې شوې دي.
ده دا ویلي، چې ښايي چین، روسیه، ملګري ملتونه او د پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د نړیوالو ضمانت کونکو په توګه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک کېدو پر وخت حاضر وي.
کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي نو د تړون له مخې دوی باید ژر تر ژره له افغان حکومت سره خبرو ته کښیني خو دا چې ایا افغان حکومت به د طالبانو غوښتنې ومني او دا خبرې به مثبتې پایلې ولري او کنه دا به وروسته روښانه شي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، چې دی غواړي په افغانستان کې د امریکا دغه اوږده جګړه چې د واشنګټن لخوا پرې نږدې یو ټریلیون ډالر لګښت راغلی او تر ۲۴۰۰ زیات امریکايي سرتیري پکې وژل شوي پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ ورته لارښونه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو پورې د امریکايي سرتیرو شمېره راکمه کړي.