دهند له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو په دغه اړوند د تودو اؤ خوندورو بحثونو لړۍ پیل شوې ده،اؤ په دغو بحثونو کې که چرته ټولنیز فعالان دهند اؤ پاکستان په سیاستونو خپل،خپل نظرونه ورکوي نو هلته په یو بل د طنز تیره غشي هم وروي.
دکشمیر په معامله د پښتنو نظرونه د یو بل نه جدا دي، یو شمیر پښتانه په ټولنیزو رسنیو د هند پوځ ته ګواښونه کوي چې “ستاسو دپاره یوازې غیور پټهان” قام کافي دی اؤ ځېنو خو بیا دنهې په ورځ په قبائیلي ضلعو کې په عملي ډول احتجاجي لاریونونه هم کړي اؤ له حکومته یې غوښتي چې هغوئ ته باید اجازه ورکړل شي چې دکشمیر په ازادډلو پسې کشمیر ته لاړ شي.
خو دسوشل میډیا ځېنې فعالانو بیا په فیس بک اؤ ټوئټر لیکلي چې “دا خواران د پینځوؤ سوؤ روپو دیاړۍ دپاره تش په نامه لاریونونو ته راویستل شوي”
دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکي عدیل داوړ پخپل یو پوسټ کې لیکلي “هندوستانیانو زمونږ دقبائیلو نه بیخي ونه ویریږئ، دوئ چې دجهاد دپاره کشمیر ته درشي نو د وړو اؤ غوړو د ویشلو یو ډیپو ورته پرانزئ بیا ګورئ چې ټول قبائیل څنګه ټوپکو په لاس په کتار کې ودریږي”
دپنجاب صوبې سره تړاؤ لرونکی دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي دپاره په پروپیګنډو کولو تورن زید حامد خو بیا په دې دوران کې په ټوئټر دپاکستان په حق کې پوسټونو ته لاندې وتلی دی.
ولې دې پوسټ یې د دپښتنو کلک غبرګونونه راپارولي چې دخپلې یوې ویډیو دپاسه یې لیکلي “دا د درېوؤ کالو پخوانی اذان دی ،خو دنن دپاره ورکړل شوی دی، اوس به زمونږ غیور پښتانه بیا دجهاد اعلان کوي اؤ کشمیر ته به ننوځي”
تین سال پرانی اذان ھے۔۔۔ مگر آج کے لیے دی گیء ھے۔۔اب ھمارے غیور پشتون ایک مرتبہ پھر اعلان جہاد کر کے کشمیر میں داخل ھوں گے۔۔نعرہ تکبیر۔۔ اللہ اکبر۔۔۔ pic.twitter.com/cwV573GpaT
— Zaid Hamid (@ZaidZamanHamid) August 6, 2019
د زید حامد په دغه پوسټ په سوونو کمنټونه شوي اؤ ډیرو خلکو هغه ته لیکلي چې ځانله د کرایې ټوپکماران وګورئ پښتانه نور د دروغو په دې غیرتونو اؤ خطابونو نه شئ تیر ویستلی.
خو دمحمد نور خان په نوم په نوم یو تن په ټوئټر خپل یو ټویټ کې دپښتنو هغه بده ورځ په طنزیه انداز یاده کړې چې په دې وروستیو کې ورسره په پاکستان کې مخ دي
شناختی کارڈ بلاک ہے ورنہ ضرور عزوہ ہند چلا جاتا ،بھائی کو بھیج دیتا مگر وہ لاپتا ہے ، بیٹا بھی ہے مگر لینڈ ماینز کی وجہ سے پاوں کٹ گیاہے ، مال ودولت بھی تھی مگر وہضرب عذب اپریشن کے نذر ہو گیا ۔اور خود بھی ذندگی بکاخیل کیمپ (جیل ) میں گزار رہا ہوں ۔#کشمیر@PashtunTM_Off
— Muhammad Noor khan (@Muhamma09836171) August 7, 2019
هغه لیکلي "شناختي کارډ مې بلاک دی ګنې ضرور به دهند غزا له تللی وم، وروبه مې لیږلی ؤ خو هغه لا درکه دی،زوئ به مې هم خامخا لیږلو خو هغه د مائن چاودنه کې ژوبل شوی اؤ روغتون کې پروت دی، دملک دسلامتۍ دپاره به مې خپل جائیداد خرڅ کړی ؤ خو د بکاخیلو په کیمپ کې وسیږم ځکه نو غوره داده چې ته پخپله لاړ شې"
دسیف الله خان په نوم یو تن بیا د زید حامد سره همغږی دی اؤ لیکلي یې دي کشمیر به هم دا پښتانه ازادوي اؤ دپاکستاني پوځ په ملاتړ یې دزنده باد شعارونه هم ورکړي دي.
د محمد ولید اورکزي په نوم یو تن هم په ټوئټر لیګلي هند دې دا سوچ نه کوي چې ګنې فاټا پښتونخوا کې ورګډه شوه اؤ اوس به قبائیل دکشمیر دجګړې دپاره نه ځي ،قبائیلو وړاندې هم ماتې ورکړې وه اؤ اوس هم ټول قام دکشمیریانو اؤ پاکستاني پوځ ترشا ولاړ دی
بھارت یہ مت سوچو کہ فاٹا خیبر پختون خواہ میں ضم ھوا اور اب قبائل کشمیر کے جنگ کیلۓ نہں آينگے قبائليوں نے پہلے بھی شکست دیا ہے اور اب بھی دیگا إن شاءالله اس وقت پوری قوم کشمیريوں اور پاک فوج کیساتھ ہیں إن شاءالله کشمیر بنے گا پاکستان پاکستان زندہ بادپاک فوج پایندہ باد pic.twitter.com/dg2XmM0Aro
— Muhammad Waleed Orakzai (@Muhamma73410670) August 5, 2019
خو دمهمند ایجنسۍ سره تړاؤ لروکي خبریال شمس بیا په فیس بک لیکلي چې د کشمیر په معامله باید یوازې دومره احتجاج ریکارډ کړل شي چې ترې حکومت اؤ ریاستي ادارو ته دخپلې مرستې باور ورکړل شي، دانډیا د ګواښلو ماشومانه ډرامو نه دې ډډه وکړل شي، په هیواد کې یو قوي حکومت هم شته اؤ طاقتورې ریاستي ادارې هم ،هغوئ چې هره پرېکړه وکړي د قام په ګټه به وي
خبریال بوریوال کاکړ په فیس بک لیکلي چې هند د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ونیسي هم لا به پاکستان جګړه ونکړي. ځکه چې له هند سره به جګړه کې لومړی تاوان لاهور ته رسېږي او لاهور نه وزیرستان دی ، نه سوات دی او نه پېښور او کوټه. لاهور مالک لري او مالک یې د ټول پاکستان واک لري.