نریندر مودي:پاکستان ۳۷۰مه ماده دکشمیر دخلکو دجذباتو پارولو دپاره د وسلې په توګه کاروله

دهند وزیراعظم نریندر مودي ویلي، پاکستان دهند د ائین ۳۷۰مه ماده د جمو وکشمیر دخلکو دجذباتو راپارؤلو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله اؤ اوس به دغلته دامن بیرته راګرځېدو له امله نړۍ کې دامن په وده کې لاس امداد وشي.

د جمو و کشمیر دځانګړي حیثیت ختمیدو راپدیخوا د پیدا شوي وضعیت په اړوند تیره ورځ قام ته پخپله وینا کې هندي وزیراعظم ویلي د ائین د۳۷۰مې مادې له امله یوازې بیلتون خوښو،ترهګرو ،غبن کوونکو اؤ د شاهانه طرز حکومت کوونکو ته ګټه رسیدلې ده.

هند روانه اوونۍ دخپل واک د کشمیر نیم خپلواکه حثییت ختم کړی چې پاکستان دهند دې اقدام ته سخت غبرګون ښودلی اؤ اعلان یې کړی دی چې دا معامله د ملګرو ملتونو دامنیت شورا کې پورته کوي .

خو هندي وزیراعظم دخپل حکومت ددغه پرېکړې څخه په دفاع کې وویل ائین نه د۳۷۰مې مادې ختیمدو نه وروسته به اوس جمو وکشمیر چټک پرمختیا وکړي اؤ ددې سیمې خلک به هم د خیر ښېګړې دهاغو پروګرامونو څخه د استفادې کولو وړ شي چې د نورو ریاستونو خلک ترې مستفید دي،

هغه وویل جمو و کشمیر به تر اوږدې مودې د هندي یونین د واک لاندې سیمه نه پاتې کیږي خو دلداخ موجوده حیثیت به پخپل ځائ ساتل کیږي .

هغه وویل حکومت یې غواړي چې په جمو وکشمیر کې ټولټاکنې وشي ، ددې سیمې خلک خپل حکومت وټاکې اؤ باور ورکوم چې دوئ ته به په روڼ انده توګه د خپلو استازیو د ټاکلو موقعه ورکول کیږي.

نړیوالې رسنۍ وایي د جمو کشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو نه وروسته په دغه سیمه کې په پینځمه ورځ هم ګرځ بندیز پځاي دی اؤ امنیتي ځواکونو تر ۵۰۰ زیات کشمیریان نیولي دي.

دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمیدو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړیکې سختې تاؤ ژنې شوي اؤ پاکستان هند سره نه یې یوازې دخپلو سفارتي اړیکو د محدودولو اؤ تجارتي اړیکو دختمولو پرېکړه کړې بلکې پوځ یې ګواښ کړی چې په کشمیر دخپل مسولیت پوره کولو دپاره به تر هر بریده ځي