پاکستان دکابل ځانمرګي برید غندلی،وایي دترهګرۍ مخه باید په ګډه ونیول شي

پاکستان کابل کې تیره شپه دشوي هغه ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې چې سوونو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمدفیصل د اتوار په ورځ خپل یو بیان کې ویلي په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو دکورنیو سره پاکستان ژوره خواخوږي لري اؤ دټپيانو دپاره د روغې څټې دعا کوي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان دهر رقم ترهګرۍ غندنه کوي ځکه چې ترهګري ټولې سیمې ته یو ګواښ دی اؤ مونږ ته به په ګډه ددې ګواښ مخه نیول وي.

دکابل په شپږمه ناحیه کې د شنبې په ماسخوتن د واده په یوه دستوره کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې دافغان چارواکو په وینا۶۳ کسان پکې وژل شوي اؤ ۱۸۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

طالبانو ددې ځانمرګي برید سره لاتعلقي ښکاره کړې اؤ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر دا یو وحشیانه عمل بللی خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني بیا دیکشنبې په ورځ خپله یوه بیانیه کې ویلي چې طالبان ددې برید په غندلو سره ځان ته برائت نه شي ورکولی.

هغه ویلي چې کابل کې داسې تروریستي پېښو ته زمینه طالبانو برابره کړې ده اؤ دنړېوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د ورانکارو ډلو په ضد باید دافغانستان دخلکو سره څنګ په څنګ ودریږي