د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې عدالت د درېو تورنو کسانو د ضمانت خواست رد کړی او د بلې اورېدنې دپاره د روانې میاشتې ۲۹ نېټه ورکړی شوې ده.
د نقیب مسيد د پلار وکيل صلاح الدین د ننۍ، ګل/دوشنبې د ورځې د اورېدنې په اړوند وويل يو خو دا کار وشو چې د درېو کسانو رئيس، عمران زېدي او اکبرملاح د ضمانت په خوشي کېدو دپاره خواست رد کړی شو.
هغه وويل د مخالفه فريق وکيل عدالت ته نه ؤ راغلی ځکه عدالت د بلې اورېدنې دپاره نېټه ورکړه.
هغه زياته کړه نن د دوي لخوا نن درې ګواهان هم عدالت ته وړاندې شو چې پکې دوه عېني ګواهان قاسم او حضرت علي او بل هغه تن چې دا مقدمه يې درج کړې وه.
د نقيب د پلار د عدالت ته وړاندې کېدو په اړوند وکيل وويل هغه د پېنډۍ په پوځي روغتون کې داخل دی درملنه يې روانه ده.
خو له دې وړاندې هغه ويلي ؤ چې د نقيب پلار ته د مقدمې په اورېدنه کې ګواښونه کېده.
په ياده مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت بهر دي، ۱۳ کسان بنديوان دي او اووه تنه پکې مفروران دي.
د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.
دا مقابله د راؤ انوار په مشرۍ کې شوې وه کله چې هغه د کراچۍ د ملير ضلعې د پولیس مشر ؤ خو دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.
د نقیب پلار بيا د راؤ انوار او هغه سره په نورو پوليسو مقدمه درج کړې وه، او دا پوليس سره د راؤ انواره پټ وو چې بيا ښکاره شوي او تېر کال د مقدمې په مهال د ترهګرۍ ضد عدالت دوي ته ضمانت ورکړی ؤ.