د خېبرپښتونخوا په ۲۷ ضلعو کې سبا د ګل، يکشنبې د ورځې (۲۶م اګست) نه په ۲۷ ضلعو کې د پوليو ضد پېل کيږي.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد پروګرام ترمخه په پېلېدونکي کمپاين کې به د پېښور، چارسدې، نوښار، صوابۍ، مردان، بونېر، سوات، شانګله، تورغر، هري پور، مانسهره، کوهستان، بټګرام، خېبر، باجوړ، مومند، کوهاټ، لکي مروت، بنو، هنګو، کرک، ټانک، ډي ايي خان، کرم، اورکزۍ، شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ۴۶ لاکونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
د پوليو ضد پروګرام مشر کامران خان افريدي ويلی د پوليو کمپاين دپاره د امنيت کوټلي اقدامات شوي دي.
نوموړي په مياندو او پلارانو غږ کړی چې د پوليو رنځ د معذورۍ نه بچ کولو دپاره خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او د تلعمري معذورۍ نه يې بچ کړي.
په خېبرپښتونخوا او د ملک په نورو برخو کې د پوليو ضد څاڅکو دا کمپاين په داسې حال کې پېل کيږي چې په ملک کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۵۳ پېښې مخې ته راغلي دي.
په سږنو پېښو کې تر ټولو زياتې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۴۱ ده او په دغو ۴۱ کې تر ټولو زياتې پېښې په بنو ضلع کې شوي او يواځې د بنو ضلعې د پوليو د پېښو شمېره ۲۲ ده.
په قبايلي ضلعو کې تراوسه پورې د پوليو نهه پېښې رپوټ شوي چې پکې په شمالي وزيرستان کې څلور او ميران شاه کې دوه پېښې رپوټ شوي دي.
خصوصی انسداد پولیو مہم شروع ہونے میں ایک دن باقی!ملک کے 46اضلاع میں 26 اگست سے خصوصی انسداد پولیو مہم کا آغاز کیا جارہا ہے۔ اس دوران تقریباً86 لاکھ بچوں کو پولیو سے بچاؤ کے قطرے پلائے جائیں گے۔ pic.twitter.com/sPgtGl1atT
— Pak Fights Polio (@PakFightsPolio) August 25, 2019
په پاکستان کې د پولیو ضد پروګرام ترمخه د خېبرپښتونخوا د ۲۷ ضلعو په ګډون په ټول ملک کې سبا په ۴۶ ضلعو کې د پوليو ضد ځانګړی کمپاين پېل کولی شي.