افغانستان کې دعملیاتو په مهال بل امریکایي سرتیری وژل شوی

افغانستان کې دعملیاتو په مهال ترهګرو سره په نښته کې یو بل امریکايي سرتیری وژل شوی چې دې سره روان کال کې په دغه هیواد کې د وژل شوؤ امریکایي پوځیانو شمیره پینځلسو ته رسېدلې ده.

دنړیوالې خبري شبکې ای پي له مخې افغانستان کې میشتو ائتلافي ځواکو پخپله یوه اعلامیه کې په ۲۹م اګست دعملیاتو په مهال دامریکایي سرتیري د وژل کیدلو پخلی کړی خو دا یې نه ده ښکاره کړې چې دغه عملیات چرته اؤ دچا په ضد کېدل؟

تیر دې وړاندې تیره اوونۍ هم افغانستان کې ۳۱کلن امریکایي عسکر سارجنټ لویز ډي‌لیون اؤ ۳۵کلن سارجنټ جونز ګونزیله وژل شوي وؤ.

دغه دواړه پوځیان په فراه ولایت کې دېوې نښتې په مهال ژوبل شوي وؤ خو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړې وه.

همدا شان دجولایي په میاشت کې هم په افغانستان کې دیو برید په مهال دامریکایي پوځ دوه عسکر وژل شوي وؤ.

د روان کال دپیل څخه تر اوسه افغانستان کې ټول ۱۵ امریکایي سرتیړي وژل شوي اؤ دا په داسې حال کې ده چې دتیر کال راهسې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې خبرې هم روانې دي اؤ دواړه خواوې دعوې کوي چې دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي دي.

افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دسولې دخبرو جریان کې څو واره له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې باید اوربند اعلان کړي خو طالبان دریځ‌ لري چې کله امریکا سره دنړیوالو شاهدانو په موجودیت کې دسولې تړون لاسلیک کړي له هغې وروسته به په اوربند غور کوي