دجنوبي وزیرستان تاجرانو د مکین ا‌‌‌‌‌‌ډې بازار داحتجاج په توګه تړلی

مکین ا‌‌‌‌‌‌ډه بازار د جنوبي وزیرستان دمرکزي ښار واڼه وروسته دویم لوئې اقتصادی ښار دی او د لس کلن راه نجات نومی پوځی عملیاتو وروسته په یاده ا‌‌‌‌‌‌ډه کې اتوؤ سوؤ نه زیات دوکانونه پوځ جوړ کړي دي

دسیمې تاجران دریځ لري چې د بندیزونو او اسانتیاؤ د نشت والی له امله یې کاروبار په ټپه ولاړ دی.

مکین ا‌‌‌‌‌‌ډه بازار د جنوبي وزیرستان دمرکزي ښار واڼه وروسته دویم لوئې اقتصادی ښار دی او د لس کلن راه نجات نومی پوځی عملیاتو وروسته په یاده ا‌‌‌‌‌‌ډه کې اتوؤ سوؤ نه زیات دوکانونه پوځ جوړ کړي دي.

خو سیمه ییز خلک شکایتونه کوي چې د پوځ په مرسته جوړ شوي دې مارکیټ ته د بجلۍ، اوبو او د ګا‌‌‌‌‌‌ډو تګ راتګ اسانتیاوې نه دي ورکړل شوي .

په مکین ا‌‌‌‌‌‌ډه سیمه کې دې نه وړاندې په زرګونو شمیر دوکانونه وؤ چې د راه نجات عملیاتو پر مهال له مینځه وړل شوي دي.

د مکین ا‌‌‌‌‌‌ډې د دوکاندارانو داتحادیې مشر ریاض محسود وایي دوئ په بشپړه ‌‌‌‌‌‌ډول سره ټول مارکیټونو د احتجاج په توګه تړلي دي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دوئ سره د مارکیټ پرانستو په وخت انتظامي او پوځي چارواکو دې ماکیټ کې د بجلۍ، د څښلو د اوبو، مزدک جوړلو سره د ګا‌‌‌‌‌‌ډو د ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړولو ژمنه هم کړې وه خو ددرېوؤ کالو د تېریدو باوجود دا ژمنې سرته نه دي رسول شوي.

هغه وویل تر څو چې د تجارت لپاره لارې نه وي ازادې کړل شوي او بازار کې ا‌‌‌‌‌‌ډه نه وي جوړه شوې کاروبار کې یې پراختیا نه کیږي.

هغه دا هم وویل چې احتجاج به تر هغه روان وی تر څو چې دوئ ته پوره اسانتیاوې نه وي ورکړل شوې.

مکین شمالي وزیرستان ټانک او واڼه سره لویې لارې لري خو دمکین ا‌‌‌‌‌‌ډې یو بل دوکاندار رفیع الدین ډيوه ته وویل دوئ ته په دې لارو کې زیات خنډونه جوړ کړی شوي دي.

هغه وایي دشمالی وزیرستان او واڼه لارې په مکمله تړل شوي اؤ په دغو لارو دوئ د پولې پورې غاړه افغانستان سره کاروبار کوی او ټانک لارې کې هم په چیک پوسټونو ځورول کیږي.

رفیع الدین وویل د قانون د نشت والي په وجه د ګا‌‌‌‌‌‌ډو مالکان خلکو نه دخپلې خوښې کرایانې اخلي.

نوموړی وایي ددې بندیزونو له امله دوئ تاوان سره مخ شوي او مجبوره شوي دي چې په مارکیټ کې په بشپړه ‌‌‌‌‌‌ډول سره خپل دوکانونه وتړي

د سیمې نه منتخب د ایالتي پارلیمان غړي قاری عصام الدین ددې دوکاندارانو د احتجاج څخه نا خبری څرګنده کړه او ډیوه ته یې وویل په یوه غونډه کې مصروفیات لري.

اخوا انتظامیه وایې دا‌‌‌‌‌‌ډې سیمه ترقۍ کې غټ خنډ دسیمې ځائي خلک دي ځکه چې ددې سیمې درې قبیلې د ا‌‌‌‌‌‌ډې دملکیت دعوه لري او هغوئ خپلو کې په دې سره وران دي چې له وجې یې دویې کار کولو ته نه پریږدي .

انتظامیه وایي دې قبیلو سره د خبرو کولو د لارې دستونزې د هواري هڅه روانه ده .

یو انتظامي چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل چې د مکین سیمې د درېوؤ قبیلو دخلکو ترمنځ د ویش مسله ده او دغه قبیلې په مکین سیمه کې د بسونو ا‌‌‌‌‌‌ډې لپاره ځائي نه ورکوی

د لارو دبندیدو په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې دغه انتظامي چارواکي وویل دلته دامنیت ستونزې دي او کله چې د پوځ لخوا دامنیت په اړوند باوري رپورټ ترلاسه شي دا لارې به پرانستل شي