دامریکا خارجه وزیر مائیک پمپیو طالبانو سره دسولې په تړون دلاسلیک نه انکار کړی،دټائم مجلې دعوه

افغانستان کې د اوږدې اتلس کلنې جګړې پائ ته رسولو دپاره امریکا اؤ طالبان دسولې په یو تړون متفق شوي خو یو شمیر چارواکي وایي چې ددې احتمالي تړون په اړوند دموجودو ځېنو اندېښنو له امله دامریکه دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په دې دتړون کولو څخه انکار کړی دی.

قطر کې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالب مشرانو دسولې دخبرو نهه پړاوونه سرته رسولي اؤ دواړه خواوې وایي چې دسولې په یو تړون متفق شوي دي چې زلمي خلیلزاد ددغه تړون مسوده افغان دولت سره هم شریکه کړې ده.

ویل کیږي ددې احتمالي تړون په عملي کیدو به افغانستان کې د اتلسو کالو راهسې روانه اوږده جګړه پائ ته ورسیږي خو تر اوسه ددې تړون هغه تولې نکتې مخې ته نه دي راغلي چې طالبانو اؤ امریکا پرې اتفاق کړی دی.

ددې تړون دجذئیاتو څخه باخبره یو افغان چارواکي ویلي هیڅوک دې ته اماده نه دي چې په تړون ډاګیزې خبرې وکړي.دا تړون یوازې په هېلو اډاڼه دی اؤ باور پکې بیخي نه ښکاري.

که چرې امریکایي صدر ډانلډ طالبانو سره دشوي تړون منظوري ورکړي نو افغانستان څخه به خواوشا۵۴۰۰امریکایي سرتیري اوځي،دا پوځیانو به دپینځوؤ پوځي اډو څخه په ۱۳۵ ورځو کې بیرته امریکا ته ستنولی شي.

ټائم مجلې په څلورم ستمبر خپل یو راپور کې لیکلي چې یاد تړون کې دالقاعده په ضد جګړې دپاره دامریکا دترهګرۍ ضد ځواکونو دپرله پسې موجودیت ضمانت نشته اؤ نه پکې دا ضمانت شته چې کابل کې به امریکا پلوه حکومت پخپل ځائ پاتې وي، همدا شان تړون کې افغانستان څخه دجګړو ختمولو باور هم نه دی ورکړل شوی.

دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې دتړون په اړه غونډو کې ناست یو چارواکی وایي تر اوسه دطالبانو دپاک نیت اؤ اخلاص هیڅ شواهد موجود نه دي اؤ داسې برېښي لکه طالبان فکر کوي چې امریکایان څخه یې بې وقوفان جوړ کړي دي، خو امریکا بیا فکر کوي چې که طالبانو تیرویستل نو هغوئ(طالبانو) ته به بیا دا هرڅه ډیر په تاوان تمام شي.

د‌ټائم مجلې په راپور کې دچارواکو نومونه نه دي ورکړل شوي خو دهغوئ له خولې لیکل شوي چې دسولې د تړون په اړوند د موجودو ګڼو اندېښنو له امله دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په دې تړون دخپل نوم ورکولو اؤ لاسلیک کولو څخه انکار کوي.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دتړون دمذاکراتو څخه باخبره څلورو امریکایي،افغان اؤ اروپائي چارواکو ټائم مجلې ته ویلي طالبان غواړي چې دسولې تړون کې دهغوئ دپاره داسلامي امارټ نوم لیکل شوی وي اؤ مائیک پومپیو په دغه تړون لاسلیک وکړي.

افغان چارواکي وایي چې که چرې په دې تړون مائیک پومپیو لاسلیک وکړي نو ددې مطلب به دا وي چې امریکا طالبان دیو سیاسي اړخ په توګه ومنل اؤ همدا لامل دی چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر په دې تړون دلاسلیک کولو څخه انکاري دی.

مجلې لیکلي چې دبهرنیو چارو د وزیر لخوا په تړون دلاسلیک کولو نه له انکار وروسته دوه لارې پاتې کیږي ،یوه دا سې یا خو زلمی خلیلزاد پخپله دا تړون لاسلیک کړي اؤ یا بیا امریکا اؤ طالبان په ګډه یوه اعلامیه خپره کړي چې وروسته به ددې اعلامیې ملاتړ افغان دولت،جاپان ،روس،چین اؤ نور ګڼ هیوادونه ددې تړون دملاتړ اعلان وکړي