کابل:دداعش په ضد عملیاتو کې حسن پنجابی وژل شوی اؤ یوه پاکستانۍ میرمن نېول شوې

isis in afghanistan

دافغانستان دملي امنیت ریاست ویلي دداعش د وسله په ضد دې عملیاتو کې ددغه ترهګرې ډلې اړوند یوتن پاکستانی بریدګر وژل شوی هم دی.

دملي امنیت ریاست لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي د داعش ډلې اړوند د درې کسیزې خطرناکې ډلې له نیول کیدو وروسته دملي امنیت ځانګړو ځواکونو لخوا دکابل ښارد۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش ډلې په یوه پټن ځای علمیات ترسره شوي دي.

دافغانستان استخبارات این ډي ایس د ادارې په بیان کې ویل شوي دعملیاتو پرمهال د محمدحنیف په نامه د ترهګریز بریدونو پلان جوړونکی او یو تن پاکستانی برید ګروژل شوي دي.

دملي امنیت ادارې امریکا غږ ډیوه ته په استول شوي بیان کې ویلي دافغان سرتیرو په عملیاتو کې یوه پاکستانی میرمن له خپلو څلورو ماشومانو سره چې د داعش په پټن ځای کې اوسیدل ټپي شوې او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوې ده.

دافغانستان دفاع وزارت ویلي دختیز ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې مطبوعاتي مسئول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت امریکا غږ په یو بیان کې ویل شوي د داعش ډلې دمطبوعاتو مسئول حسن پنجابی نومیږي اوداعش ډلې ته به یې دخلکو د جلب او جذب دنده ترسره کوله اوترڅنګ یې د تبلغاتي پیغامونو دخپرولو مسئولیت هم درلود.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.