دپاکستان پوهنتونونه نړیواله درجه بندۍ کې په کوم پوزیشن دي؟

د تعليمي چارو پوهان وايي دپاکستان پوهنتونونو کې څېړنې ته دپام نه ګرځول کیدو له امله د هېواد زياتره پوهنتونونه په نړیواله کچه دپوهنتونو دښه معیار په اړوند دکېدونکې درجه بندۍ څخه پاتې کیږي.

دپوهانو په وینا په پرمختیایي هیوادونو کې زده کونکو ته په پوهنتونونو کې پر څېړنو او مقالو زيات ټینګار کيږې چې له امله يي دغه پوهنتونونه هر کال په نړيواله کچه کېدونکو درجه باندیو کي په وړومبیو نمبرو کې راځي خو ددې په پرتله پاکستان کې په ياده شعبه کې هغه هومره کار نه کيږي څومره چې پکار دی.

پېښور پوهنتون کې د جينډر سټډيز څانګې مشره پروفيسر ډاکټر انوش خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې په نړیواله کچه دپوهنتونونو درجه بندي يا د رينکنګ معيار هر کال د پوهنتونونو څخه فارغيدونکو لوستو کسانو او د هغوي له وجې ټولنې ته معاشي ګټه رسول ګڼل کیږي.

هغې وویل دپوهنتونونو په درجه بندیو کې دا هم کتل کیږي چې په نړېواله کچه کوم پوهنتون زیاتې تحقیقي مقالې لیکلي او دڅېړنې په څانګه کې یې څومره پنګې او پروژې ترلاسه کړې دي.

پروفيسر ډاکټر انوش خان وايي چې پاکستان کې زياتره د پوهنتونو استازان تر یو وخته په څېړنه کار کوي او دمقصد پوره کېدو روستو څېړنې کول پریږدي ولي ددې په پرتله په پرمخ تللیو هیوادونو کې استاذان د خپلې تجربې په اساس زيات کار په نوؤ،نوؤ څېړنیزو موضوعاتو کوي او خپلې مقالې هم ليکي چې له امله یې پوهنتونونه په درجه بندۍ لومړي مقامات ترلاسه کوي.

د پېښور پوهنتون دعمرانياتو دڅانګې پروفيسر ډاکټر ظفرخان ډېوه نيوز ته وويل چې پاکستان کې دپوهنتونونو د درجو لوړولو دپاره اړوند دعلومو اکیدیمو ته پکار دي چې په نصاب کې هغه مضامین شامل کړې چې په نړيواله کچه زده نکونکو ته د څېړنو په څانګه کې ښودل کیږي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې د يو پوهنتون په درجه بندۍ کې په ښه پوزيشن راتلل د طالبعمانو په روښانه مستقبل جوړولو کې ارزښتناک کردار لوبوي.

د يوې نړيوالې ادارې ټائمز هائير ايجوکيشن لخوا جاري شوي د کال ۲۰۲۰ راپور ترمخه د پاکستان قائد اغظم پوهنتون د نړۍ د ۹۲ هیوادونو د۱۴۰۰ پوهنتونو په په درجه بندۍ کې په وړومبیو ۵۰۰ پوهنتونونو کې شامل دی.

دغه راپور زياتوي چې د پېښور پوهنتون ګډون د هيواد ۱۴نور پوهنتونونه هم نړیوالې درجه بندۍ کې شامل دي.