ټرمپ: تر غبرګون ښودلو مخکې باید ومومو چې په سعودي چا برید کړی؟

ولسمشر ټرمپ د بحرین له ولیعهد سلمان بن حمد الخلیفه سره په سپینه ماڼۍ کې تر خبرو وروسته.

واشنګټن: په سعودي عربستان کې د تېلو د تولید په زړه باندې د ډرون له بریدونو وروسته سیاسي فشارونه زیات شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په دغو بریدونو کې د ایران تورنولو ته ډېر نږدې شوی و.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د بحرین له ولیعهد سلمان سره تر لیدنې وروسته وویل:

"څومره ژر چې یې ومومو له تاسو سره به یې شریک کړو. خو تر دې دمه همداسې ښکاري."

ټرمپ په ټینګار سره وویل، چې دی له ایران سره جګړه نه غواړي خو امریکا له پوځي اړخه تیاره ده.

"دا یو ستر برید وو او ځواب یې هم زمونږ د هېواد له خوا تر دې هم په ډېره ستره کچه ورکول کېدای شي. خو مونږ به لومړی دا پیدا کوو چې دا برید چا ترسره کړی وو."

په یمن کې ایران پلوه هوسي یاغیانو چې ددغه هېواد پلازمېنه هم په واک کې لري د یاد برید پړه منلې ده.

امریکا داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي ایران ددغه برید تر شا وو.

خو تهران په دغه پېښه کې هر ډول لاس درلودل ردوي او دا یو ستر دروغ ګڼي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي:

"د یمن خلک د خپل ځان ددفاع قانوني حق لري. دغه بریدونه په غبرګون کې شوي او اصلي حل دا دی چې دا ډول بریدونه ودرول شي. د یمن د بحران حل هم یواځې د سیاسي لارې کېدای شي."

د یمن لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي استازي د ملګروملتونو د امنیت شورا ته ویلي، چې بریدونه به ډېرې ناوړه پایلې ولري.

مارټین ګرېفېټس وايي:

"دا ډېره حساسه پېښه ده چې د سیمیزې شخړې د زیاتېدو ګواښ ورسره دی په داسې حال کې چې د حل لپاره یې ډېر کم څه شوي دي."

د بریدونو سره سره ټرمپ ویلي دي چې لا تر اوسه هم د ډپلوماسي لاره شته.

په هر صورت په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د تېلو بیې پورته شوي دي.

سعودي عربستان ویلي، چې دوی به ملګرو ملتونو او نړیوالو څېړونکو ته د پلټنو لپاره بلنه ورکړي.