محسن داوړ وايي "په مونږ د تشدد تور تر ټولو زيات دردؤنکی ؤ"

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټويټر ويلي، "د زندان نه بيرته د هغه جوش او جذبې سره خوشي شوي او بيرته ستانه شوي دي"، هغه ويلي د دوي دپاره تر ټولو زياته دردؤنکې خبره دا وه چې "د تشدد تور پرې لګول شوی او دوي د عدم تشدد پېروکار دي".

په ۲۶مې د شمالي وزيرستان د خړکمر په پوځي چيک پوسته د بريد او له هغې وروسته په اووم جون په پوځي ګاډي د چاؤدنې په تورونو کې بنديوان د پي ټي اېم مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزير د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې د هري پور زندان څخه په ضمانت خوشي شوي دي.

محسن داوړ په ټويټر ويلي "د خړکمر د قتل عام پېښه به په تاريخ کې په پرامنه مظاهره چيانو د ریاستي ظلم يو مثال وي". او هغه تور لګولی د دغه پېښې وروسته ریاست د بشري حقونو سرغړونې نورې زياتې کړي دي.

په محسن داوړ او علي وزير پوځ تور لګولی ؤ چې د ګڼو خلکو سره يې د خړکمر په پوځي چيک پوسته بريد کړی ؤ. محسن داوړ هغه وخت هم دغه تور رد کړی او ويلي ؤ يې ؤ د خړکمر په چيک پوسته په پرامنه مظاهره چيانو پوځ نېغې ډزې کړې وې.

د خړکمر په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل کړی شوي وو.

محسن داوړ ويلي "د مې د میاشتې نه تر ستمبر پورې اول د پېښور په زندان او بيا د هري پور په زندان کې ساتل شوي او په دې وخت کې رياست په دوي نور فشار سېوا کړی او په هري پور زندا ن کې يې د ترهګرو په چکۍ کې بند کړي وو".

هغه زياته کړې په زندان کې ورسره نه موبايل ؤ نه خبرونو ته لاس رسی او نه ورته بله اسانتیا ورکړی شوې وه.

نوموړي ويلي "د تشدد تور پرې لګول شوی کوم چې د دوي دپاره تر ټولو زیات دردؤنکی ؤ ځکه چې دوي د عدم تشدد پېروکار دي. خو دوي د خپل هدف څخه نه دي په شا کړی شوي کوم چې د امن او خلکو د برابرۍ د حقونو هدف دی او لار يې پسې د عدم تشدد خپله کړې ده".

داوړ په بل ټویټ کې ويلي په خپله د خپلو خلکو دپاره ژوند ورکولو ته تیار دي او د دې کار دپاره زندان ډېر وړوکی قیمت دی. هغه د هغو خلکو مننه کړې چې د دوي د خوشي کولو دپاره يې غږ پورته کړی او د پيپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري خصوصي مننه یې کړې چې په پارلیمان کې يې د دوي دپاره اواز اوچت کړی دی.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي مخکې ويلي "د دوي دغه اوږده مبارزه نه يواځې د پښتنو د ګټې دپاره ده بلکې په دې ملک کې د ټولو هغو خلکو دپاره ده څوک چې د رياستي ظلم ښکار دي".

هغه ويلي د "پاکستان غټه کمزوري دا ده چې دلته ښه خلک خاموشه دي او دا حالات به هغه وخت ختميږي چې کله ښه خلک خاموشي ماته کړي".