په مير پور کې نن بیا زلزله راغلې ۸۰ تنه يې ژوبل کړي

د ميرپور د روغتون عکسونه

د پاکستان د ولقې لاندې کشمير په میر پور علاقه کې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ بيا زلزله شوې او لږ تر لږه ۸۰ کسان پکې ژوبل شوي دي.

د سيمې نه د ډیوه خبريال احسان محمد خان رپوټ راکوي چې د ننۍ زلزلې نه د میر پور مرکزي روغتون ته نزدې ژوبل کسان راوړل شو.

نوموړی د چارواکو د خلې وايي د تازه زلزلې نور جزيات راټولي چې نور څومره زيان يې اړولی دی.

په ياده علاقه کې د نهې، سه شنبې په ورځ د راغلې زلزلې له امله د ۳۰ نه زيات کسان مړه او د ۵۰۰ نه زيات ژوبل شوي وو.

د نهې د ورځې زلزلې هم تر ټولو زياته د ميرپور سيمه ځپلې وه.

دنهې په ورځ د راغلې زلزلې جړقونه د کشمیر د میرپور، بمبر، کوټلي، باغ، راولاکوټ، هټیا او نیلم درې په ګډون د پنجاب مرکز لاهور، سیالکوټ، سرګودا، ګجرات، ملتان، ساهیوال، رحیم یار خان او د پښتونخوا مرکز پېښور، مانسهره، چترال، مالاکنډ، شانګله، باجوړ او سوات کې محسوس کړی شوي وو.