واشنګټن: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ( آی اس آی) مشر جنرال حمید فیض په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له ورغلي پلاوي تود هرکلی کړی دی.
د دغې لیدنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د آی اس آی مشر جنرال فیض په کوټ پېنټ (دریشي) او سره ټای په غاړه او ښاغلي قریشي په کمېس پرتوګ او واسکټ کې د طالبانو د پلاوي د مشر ملا برادر او د هغه له نورو ملګرو سره غاړه غړی کېږي.
په همدې ویډیو کې د طالبانو د پلاوي غړي په کمېس پرتوګ، واسکټ او پټکي په سر لیدل کېږي او هر یو په خپل وار د جنرال حمید فیض او شاه محمود قریشي سره روغبړ کوي.
دې ویډیو ته په پاکستان او افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د معتبر ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال په خپل ټویټ کې لیکي، د طالبانو مشران د پاکستاني وزیر خارجه سره ټینګې غاړې ورکوي او وايي، د ځینو طالب مشرانو لپاره به دا اسان کار وي خو حیران یم چې ملا برادر به له ځان سره څه وايي؟ ځکه چې نوموړی په پاکستان کې لس کاله بندي وو.
Some tight hugs here, as Afghan Taliban leaders meet Pakistan’s foreign minister.(For the rest of them might be easy, and not so unusual, but one wonders what goes through Mullah Baradar’s head: ten years of Pakistani prison and humiliation.)pic.twitter.com/XYjZh0pJ79
— Mujib Mashal (@MujMash) October 3, 2019
د پاکستان د بشري حقونو فعال او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک په ټوېټر لیکي، چې د کلونو انکار وروسته پاکستان په ښکاره او په رسمي توګه طالبانو ته هرکلی وايي.
After living in hollow denials for long years Pakistani state is publicly & officially embracing its Taliban proxies. But the handlers don’t agree on a clearly defined strategy to deal with Talibanization in Pakistan. Such differences reflect in the current factional squabbling.
— Afrasiab Khattak (@a_siab) October 3, 2019
د پاکستانيو مشرانو او افغان طالبانو ترمنځ د لیدلو په اړه په ټولنیزو رسنیو هرکلی هم شوی.
یو تن چودهري محسن نثار وايي، چا ویل چې دا ورځ به راځي چې پاکستان او طالبان به د امریکا او فاشیست هندوستان د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.
Who knew that we will see this day, when Pakistan and Taliban will decide the future of USA and Fascist India. When you make a sincere effort, Allah helps you. Then strength of enemy doesn%27t matters, their humiliation is destined.#AfghanTaliban pic.twitter.com/PiOZCePXEM
— Chaudry Mohsin Nisar (@ChaudryMohsinN2) October 3, 2019
یو بل کس کلیم ملک پاکستان ته د طالبانو د رسمي ورتګ هرکلی کوي.
Welcome Taliban Brothers... we PAKISTANis Love Nd Respect our AFGHAN TALiBAN Brothers.. PAKISTAN AFGHANISTAN #ZINDABAD pic.twitter.com/JFhn4YQhpU
— KALEEM MALIK (@kaleemmalik777) October 3, 2019
افغان حکومت ویلي، په اسلام اباد کې د طالبانو غونډې به د افغانستان په سوله کې مرسته و نه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر حمد الله محب په امریکا کې د څېړنو یوې ادارې ته په ښکاره ویلي، چې طالبان د پاکستان پټ ملګري (پراکسيز) دي او دا چې افغانستان به کله هم دا و نه مني چې پاکستان پرې واک وچلوي.
هغه وايي:
"مونږ چې د شوروي اتحاد واک و نه منلو نو څنګه به د یو وروسته پاتې هېواد د پټ مل (پراکسیز) واک ومنو."
#WATCH : Afghanistan%27s NSA: Taliban are a proxy of Pakistan&its intelligence agency. Afghanistan would never accept to be ruled by Pak. If we didn%27t accept Soviet rule,it would be beyond imagination to accept proxy of a backward country which has hard time feeding its own people. pic.twitter.com/vxDyhykIyR
— ANI (@ANI) October 3, 2019
د پاکستان حکومت تل دا ردوي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او نن یې هم په رسمي بیان کې ویلي، د افغانستان په دایمي سوله کې به هر ډول مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ويلي:
"پاکستان به په افغانستان کې د دایمې سولې د راتلو لپاره ټولې هلې ځلې وکړي ځکه دا خپله د پاکستان ټولنیزې او اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ضروري ده. قریشي ویلي، د سولې او پخلاینې په بهیر کې به د افغاني ټولنې ټولې خواوې برخه ولري او همدا د مخکې تګ لپاره یواځینۍ لاره ده."
پاکستان یو له هغو دریو هېوادونو څخه وو چې د طالبانو رژیم (۱۹۹۶-۲۰۰۲) یې په رسمیت پېژندلی وو. دوه نور سعودي عربستان او عربي متحده امارات وو.
افغان او امریکايي چارواکو څو وارې ویلي دي، چې د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ په ځانګړې توګه آی اس ای په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.