امریکې، سعودي عرب ته د نورو پوځي سرتېرو لېږلو اعلان کړی

امریکې د سعودي عرب د دفاع پياوړې کولو دپاره د جمعې په ورځ دغه هېواد ته د نورو پوځي سرتېرو لېږلو اعلان کړی دی.

امریکې دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې په ۱۴ م ستمبر د سعودي عرب د تېلو په تاسيساتو بريد شوی او امریکا او سعودي عرب د دغه بريد تور په ایران لګولی ؤ.

رویټرز ویلي پېنټاګون د فایټر سکوارډن د فضايي څانګې او فضايي دفاع د سرتېرو سعودي عرب ته د لېږلو فېصله کړې ده.

د پېنټاګون وياند جوناتهن هوفمېن ويلي، د نورو سرتېرو نه علاوه درې زره پوځيان لېږل کيږي د کومو اجازت چې تېره شپه ورکړی شوی دی.

راپورونه وايي دا لا په ډاګه نه ده چې نوې پوځي دستې به په کوم ځای کې په ځای کولی شي.