دپاکستان حکومت دمخالف سیاسي مذهبي ګوند د یو وتلي مشر اؤ پخواني سینیټر حافظ حمدالله د پاکستان وګړتوب ختم کړی اؤ هغه یې غیرملکي وګړی ګرځولی دی.
دپاکستان په برقي میډيا د څار اداره پیمرا وایي هغوئ ته په ۱۱م اکتوبر نیشنل ډیټابیس رجسټریشن یا نادرا لیک استولی چې په هغې کې پخوانی سینیټر حافظ حمدالله ایلین (غیرملکي وګړی) ګرځول شوی
دنادرا دلیک په رڼا کې پیمرا په پاکستاني میډیا بندیز لګولی چې باید نوموړی خپلو پروګرامونو،بحثونو اؤ خبرونو کې ګډون ته پرې نه ږدي.
پیمرا پخپله اعلامیه کې ویلي چې حافظ حمدالله دپاکستان وګړی نه دی نو ځکه باید ټول ټي وي ګان دهغه دکوریج نه ډډه وکړي.
وائس اف امریکه چې کله د نادرا ددې ګام په اړوند دحافظ حمدالله دنظر اخستلو په موخه هغه سره په ټيلي فون د تماس نیولو هڅه وکړه نو دهغه موبائیل پرله پسې هیڅ ځواب نه ویلو.
دبلوچستان ایالت د چمن ښار سره تړاؤ لرونکی پخوانی پښتون سینیټر حافط حمدالله زیاتره مهال دپاکستان په ټي وي ګانو کیدونکو سیاسي بحثونو کې دحکومت په تګلارو کلکې نیوکې کوي .
دحافط حمدالله د وګړتوب ختمولو دا ګام نادرا په داسې حال کې اخستی چې ټاکل شوی جمعیت علماء اسلام په ۳۱م اکتوبر دحکومت په ضد اسلام اباد کې د ازادي مارچ په نوم یو لویې احتجاجي لاریون راجوړوي.
70 کی دھائی میں سرکاری سکول کے ٹیچر کی حیثیت میں ریٹائرمنٹ لینے والے قاری ولی محمد کے بیٹے اور سیکنڈ لیفٹیننٹ شبیر احمد کے والد، سابق سینیٹر حمداللہ کو تاحکم ثانی غیر پاکستانی ڈیکلیئر کردیا گیا۔ حافظ حمداللہ 2002 سے 2006 تک صوبائی وزیر صحت بھی رہے۔یہ ملک ہے یا شہرناپرسان؟
— Saleem Safi (@SaleemKhanSafi) October 26, 2019
وتلي خبریال سلیم صافي پخپل یو ټوئټ کې د حافظ حمدالله دکورنۍ پاکستان سره رېښې روښانه کړي اؤ لیکلي یې دي چې د۷۰م په لسیزه کې د سرکاري سکول د استاد په توګه د ریټائر شوي فاري ولي محمد زوئ اؤ د(پوځي افسر) سکینډ لیفټننټ شبیر احمد پلار پخواني سینیټر حمدالله تر بل امر پورې غیر پاکستانی ګرځول شوی
کارنامہ حافظ حمداللہ کی پاکستانی شہریت منسوخ کرکے اور ان کو افغان شہری ثابت کرنیکے بعد اب مفتی کفایت اللہ کو انڈین اور مولانا عطاء الرحمان کو اسرائیلی شہری ثابت کرنے کی تیاریاں زوروں پر ۔ یہ دانشمندانہ سوچ /اقدام بھلا کون سوچ سکتا ہے ؟ تم ان کی کون کونسی حرکت کو داد نہیں دوگے !
— Aimal Khattak (@KhattakAimal) October 26, 2019
یو بل پښتون خبریال ایمل خټک د حافظ حمدالله د وګړتوب ختمولو ګام غیر دانشمندانه ګرځولی اؤ دطنز په ژبه یې په ټوئټر لیکلي دحافظ حمدالله دافغان وګړي په توګه له ثابتولو وروسته اوس دمفتي کفایت الله دانډین اؤ مولانا عطاء الرحمان د اسرائیلي وګړي ثابتولو دپاره تیارۍ په درز سره روانې دي.
ښاغلي ایمل خټک زیاتوي دا دانشمندانه سوچ/اقدام ایا څوک داسې فکر کولی شي ،تاسو به د دوئ کوم حرکت ته داد نه ورکوئ
Not an alien when he was MPA in MMA under Musharraf’s rule, not an alien whn he was provincial health minister till 2005, not an alien when in 2012 he became the senator. You only become alienated when u talk against aliens in Pakistan pic.twitter.com/nZ40bqqeRd
— meena gabeena (@gabeeno) October 26, 2019
دمینه ګبېنه په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه بله فعاله وایي هغه وخت غیرملکي نه ؤ چې کله دصوبایي اسمبلۍ غړی جوړیدو،بیا په کال ۲۰۰۵م کې دصوبې د روغتیا وزیر اؤ په کال ۲۰۱۲م کې سینیټر جوړیدو خو کله چې دغیرملکیانو خلاف پاکستان کې خبرې کوي نو بیا غیرملکي شي.