دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب او مسوولیت دی همدغه لامل دی چې دټولټاکنو نه وروسته یو ځل بیا هیواد کې د سولې دپاره هڅې چټک شوي دي.
هغه وایي “ ما له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به بېرته پر سوله تمرکز کوو او په همدې اساس موږ د سولې لپاره خپلې هڅې پیل کړي”
ولسمشر اشرف غني دشنبې په ماذیګر د ولسي جرګې اداري پلاوي، د کمېسیونونو او پارلماني ګروپونو رئیسانو سره په ارګ کې کتلي اؤ په یو لړ مهمو چارو یې ورسره خبرې اترې کړي دي .
په افغانستان کې تیره میاشت دصدارتي ټاکنو سرته رسېدو راپدیخوا یو وارې بیا دسولې خبرې تودې شوي اؤ په نزدې ورځو کې دامریکا ددفاع وزیر مارک اېسپر ،افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ دامریکایي کانګریس مشرې نینسي پلوي دکابل سفرونه کړي اؤ ولسمشر غني سره یې دسولې په اړوند خپل خیالات شریک کړي دي
دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني ویلي د حکومت د سولې مسوده به د لا بډاینې او په سند د بدلېدو لپاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو سره شریکه شي.
هغه زیاته کړه، ماحول بدل شوی، جمهوریت خپله بقا او دوام تثبیت کړې او په دې برخه کې هیڅ ډول شک او ابهام وجود نه لري.
ښاغلي غني د ولسي جرګې استازو څخه د قوانینو د تصویب له امله مننه وکړه او وې ویل، ځینې مهم قوانین لا هم پاتې دي او پر هغوی یې د تمرکز هیله وکړه.
هغه زیاته کړه، ټولو وزارتونو او ادارو ته مې لارښوونه کړې چې اړوندې لایحې او مقررې مشخصې کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني دطالبانو څخه پرله پسې غوښتنې کوي چې افغان دولت سره مخ په مخ دسولې خبرو ته کښیني خو طالبان افغان دولت سره له خبرو انکار کوي اؤ وایي هغوئ غواړي وړومبی امریکا سره دسولې تړون وکړي.
افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد د تیر کال راهسې قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ دواړو خواؤ دعوه لرله چې دسولې په یو غوڅ تړون متفق شوي هم دي چې ډير زر به پرې لاسلیکونه وشي.
خو دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ۱۹م اکتوبر طالبانو سره وروسته له هغې دمذاکراتو دورولو اعلان وکړو چې کابل کې دطالبانو په یو برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان وژل شول.
دتیرې میاشتې په پیل کې دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر یوې ډلې اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفرونه کړي وؤ اؤ نړیوالو مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې دواړو خواؤ (امریکا اؤ طالبانو) په مشروط ډول دمذاکراتو د لړۍ په بیا پیل کولو رضامندي ښودلې ده.