دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي هغه له استعفا پرته د اپوزیشن ګوندونو ټولو جائزو غوښتنو منلو ته تیار دی اؤ دمذاکراتو دپاره ټاکل شوې حکومتي کمیټه باید اپوزیشن ته مثبت جواب ورکړي.
داپوزیشن سره خبرو دپاره ټاکل شوې حکومتي کمیټې د نهې په ورځ د ددفاع د وزیر پرویز خټک په مشرۍ وزیراعظم عمران خان سره لیدلي اؤ هغه یې د اپوزیشن ډلو دغوښتنو نه خبر کړی دی.
دجمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دپاکستان دیو شمیر اپوزیشن ګوندونو په لګونو فعالین دامهال پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ د وزیراعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي.
حکومت اپوزیشن ګوندونو سره دمذاکراتو دپاره دپرویز خټک په مشرۍ یوه کمیټي ټاکلې چې دغه کمیټې پرون داپوزیشن ګوندونو رهبرکمیټې سره لیدلي وؤ اؤ داحتجاج ختمولو دپاره یې دهغوئ غوښتنې اوریدلې وې.
داپوزیشن ګوندونو د رهبر کمیټې مشر اکرام دراني دګل په ورځ مطبوعاتو ته ویلي هغوئ حکومتي کمیټې ته خپلې غوښتنې مخې ته اېښي دي اؤ وزیراعظم سره دحکومتي کمیټې له لیدنې وروسته به نن(نهې) داپوزیشن اؤ حکومت کمیټیو مشران خپلو کې بیا مذاکرات کوي.
دپاکستاني میډيا له مخې دپرویز خټک په مشرۍ دنهې په ورځ حکومتي کمیټې وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کړې اؤ هغه ته یې داپوزیشن غوښتنې رسولي دي.
ددغه لیدنې په مهال وزیراعظم عمران خان ویلي چې د حکومت لخوا ټاکل شوې کمیټه په بشپړ ډول واکمنه ده اؤ که چرې اپوزیشن سنجیده مذاکرات وغواړي نو باید مثبت ځواب ورکړل شي.
د راپورونو له مخې په دغه موقعه وزیراعظم عمران خان په سپینو ټکو کې ویلي چې هغه یوازې داستعفا غوښتنه نه مني اؤ نورې چې اپوزیشن څومره هم جائزې غوښتنې لري تیار دی چې دغه غوښتنې یې ومني.
مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونه تور لګوي د ۲۵ جولايۍ ۲۰۱۸ په انتخاباتوکې درغلي شوې عمران خان په ټګۍ ټورۍ وزیراعظم جوړ کړی شوی، عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.