واشنګټن ــــ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، په وروستیو کې پنجاب پوهنتون ته د زده کوونکو په بلنه د دې لپاره ورغلی وو چې که د هغوی د ستونځو په حل کې څه کردار تر سره کړي، خو یوې پاکستاني رسنۍ د ریاستي ادارو په وینا د ده ورتګ د ریاست خلاف وګاڼه.
د پاکستان یوه شخصي ټیلیویژن (92 نیوز) د اکتوبر پر 6مه یو رپوټ خپور کړ، چې وايي د پنجاب ځینو چارواکو دوی ته ویلي چې د محسن داوړ په پنجاب پوهنتون کې له بلوڅو او پښتنو زده کوونکو سره لیدلي او هغوی یې د ریاست په ضد را پارولي دي. وایي په دې اړه د پنجاب استخباراتي ادارو د دې صوبې وزیراعلی ته هم رپوټ لېږلی.
Had a short meeting with members of Pushtoon Education DevelopmentMovement (PEDM) at Punjab University, commended their struggle for students rights and ensured them my full support. pic.twitter.com/br6sosxBB0
— Mohsin Dawar (@mjdawar) October 20, 2019
محسن داوړ له وي او اې ډیوه سره په مرکه کې دا هسې یوه پروپیګنډه او افسانه وبلله او ویې ویل ده له زده کوونکو سره شاوخوا پینځلس منټه ولیدل او هغوی ته یې چې کومه وینا وکړه هغه ټوله په ریکارډ پرته ده، خو وایي د پاکستان ادارو ته د پښتو وجود د دې هېواد مخالف ښکاري:
"استخباراتي ادارې د کاکول په خوله کې له اسامه بن لادنه نه دي خبر خو له دې خبر وي چې خدای خبر محسن داوړ هلته څه کوي، په زرګونو د القاعده خلکو او ترهګرو رپوټ خو یې چاته ور نه کړ، په همدې پنجاب یونیورسټۍ کې د القاعده خلک دي".
د پنجاب د صوبایي حکومت یا بلې کومې ادارې رسمي دریځ په دې اړه بلې کومې رسنۍ نه دی خپور کړی، چې پنجاب پوهنتون ته د محسن داوړ پر ورتګ یې اعتراض کړی وي.
په پنجاب پوهنتون کې د پښتون ایجوکېشن ډیویلپمنټ موومنټ (پي اي ډي ایم) په نامه د زده کوونکو تنظیم پر خپله فېسبوک پاڼه د پاکستاني رسنۍ او د پوهنتون د انتظامیې دا تور رد کړ چې ګواکې محسن داوړ دوی د ریاست خلاف پارولي او دا یې یوه پروپیګنډه ګڼلې. دې تنظیم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي:
"محسن داوړ په پنجاب پوهنتون کې د خپلې حلقې له زده کوونکو سره د هغوی پر ستونځو لکه فیس، هاسټل او سیټونو باندې خبرې وکړې او د پخوانۍ فاټا زده کوونکو ته یې د هغوی د ستونځو د حل کولو او تر چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ".
محسن داوړ د اکتوبر پر 20مه په لاهور کې د وکیلې او د بشري حقونو د مبارزې عاصمه جهانګیر په اړه جوړ شوي کانفرنس کې د ګډون لپاره تللی وو او په همدې ورځ پنجاب پوهنتون ته ورغلی وو. پر فېسبوک د هغه د وینا ویډیو خپره شوې چې د زدده کوونکو پوښتنو ته جوابونه وایي. په یوه برخه کې یې وایي:
"په پاکستان کې چې د محکومو قومونو کوم حالت دی د هغو نورو خو څه فریاد واورېدل شي، ریاست څه نه څه ویره هم ځنې لري او خیال یې هم ساتي، پر موږ خو د جبر انتها ده، مړه هم شو او پړه هم موږ یو، ملګري هم زموږ شهیدان شي او پرچۍ [ایف ای آر] هم په موږ کټ کېږي".
پخواني سنېټر او د بشري حقونو مبارز او سیاستوال پر ټویټر لیکلي، د پاکستان استخباراتي ادارو رسنۍ په بشپړه توګه پخپل کنټرول کې اخیستي او د هغوی په وسیله پروپیګنډه کوي. افراسیاب خټک لیکلي:
"د پارلمان یو منتخب غړی د پوهنتون کېمپس ته باید لاړ نه شي خو [د دې ملک پوځي] جرنېلان اقتصاد، بهرنۍ پالیسي، مواصلات، سپورټس او نور هر څه د لمر په رڼا چلولای شي".
An elected member of parliament shouldn’t go to a university campus but the generals can run economy, foreign policy, communication, sports and everything under the sun. As if that’s not enough, the intelligence agencies have full control over media to conduct vicious propaganda. https://t.co/21FPAIVITV
— Afrasiab Khattak (@a_siab) November 7, 2019
پر ټولنیزو رسنیو هم نورو ډېرو فعالینو د پاکستاني رسنیو دا کار په کلکه غندلی او پوښتنې یې کړې چې د هند سیکان له ویزې پرته د پاکستان سفر کولای شي خو د خپل هېواد یو پوهنتون ته د قومي اسمبلۍ د غړي ورتګ د ریاستي ادارو خلاف ګڼل کېږي.